1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالیزیا، افغانستان ته ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

ماليزيا د آسیا کرېکټ شوری، د پریمیر لیگ سیالیو په یوه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه. افغانستان لومړې بېټنگ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۷۵ منډې وکړې. مالیزیا دغه هدف په ۳۷ اوور کې پوره کړ. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1Btcb
انځور: Reuters

مالیزیا د کرېکټ د پریمیر لیگ په سیالیو کې د یکشنبې په ورځ افغانستان ته ماتې ورکړه. افغانې لوبډلې لومړې بېټنگ وکړ او د تیرو دوو لوبو بر خلاف یې توپ وهوونکي ښه و نه ځلېدل. د افغانستان لومړۍ ویکټه د ۳۲ په مجموعي منډو ولویده. تر هغې وروسته هم د افغانستان لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل. او د ۸۵ په مجموعي منډو د افغانستان څلور لوبغاړي سوځیدلي وو. د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۶ اوور کې د ۱۷۵ منډو په جوړولو سره وسوځیده.

د افغان لوبډلې له لورې هیڅ کوم لوبغاړي د پام وړ منډې جوړې نه کړي. عثمان غني چې په تیرو دوو لوبو کې ډیر ښه ځلیدلی وو ۳۶ منډې يې وکړې. همداشان نثار احمدزي هم ۳۶ منډې وکړې. د مالیزیا د لوبډلې بالر یا توپ اچوونکي خضر حیات، د افغان لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

د ۱۷۶ منډو د پوره کولو په تعقیب، د مالیزیا لوبډلې منډې جوړولو ته ملا وتړله. د دغې لوبې د گټلو له پاره ټولې سترگې افغان بالرانو ته اوښتې وې. که څه هم د مالیزیا لومړني دوه لوبغاړي ژر وسوځیدل خو نورو توپ وهونکو یې لوبه راکابو کړه. افغان بالران پر دې ونه توانیدل چې د مالیزیا د توپ وهونکو مخه ونیسي.

مالیزیا ټاکل شوی هدف په ۳۷ اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ او په دې شان یې افغانستان ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه. د افغانستان له لوري شاه پور ځدراڼ دوه او آفتاب عالم، محمد نبي، امیر حمزه، عثمان غني او نور علي ځدراڼ یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه سیالۍ د مالیزیا په پلازمینه کوالالمپور کې تر سره کیږي. د آسیا کرېکټ شوری په پریمیر لیگ سیالیو کې پر افغانستان سربیره د متحده عربي آماراتو، مالیزیا، نیپال، هانگ کانگ او عمان لوبډلې هم برخه لري.

تر دې دمخه د افغانستان لوبډلې دوې لوبې کړې چي دواړي یې گټلي دي. افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې هانگ کانگ او دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه. د افغانستان لوبډله به اوس د عمان او نیپال د لوبډلو سره خپلې پاتې دوه لوبې تر سره کړي.