1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مايک مولن: خونړی کال مو په مخکي دی

۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستيز مايک مولن پرون وويل چي د طالب ياغيانو ضد جګړه به په2011 کال کي نوره هم پراخه سي او په دې ترتيب ښايي دغه کال په افغانستان نورهم خونړی وي.

https://p.dw.com/p/Qrc9
د امريکا لوی درستيز مايک مولن او د دفاع وزير رابرت گېټس
د امريکا لوی درستيز مايک مولن او د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

اميرالبحر مايک مولن پرون په واشنګټن کي يوې خبري غوندي ته وويل: « دا ډيره سخته ده چي سړی داسي يوه خبره کوي، خو که موږ له واقعيت څخه سترګي پټي نه کړو، په راتلونکو مياشتو کي به د زور زياتيو لمن نوره هم پراخه سي.»

د متحده ايالاتو لوی درستيز دغه خبري دوې ورځي ورسته تر هغه عنوانيږي چي د نوموړي هيواد د ولسمشر مرستيال جوبايدن په نا څابي توګه له افغاسنتان څخه ليدنه کتنه وکړه او وويل چي د متحده ايالاتو ځواکونه به وروسته له 2014 کاله هم په افغانستان کي پاته سي که چيري« افغانان يي وغواړي.»

بايدن له افغانستان څخه پاکستان ته ولاړی او نن په بغداد کي دی. هغه په اسلام آباد کي د پاکستاني مشرانو څخه وغوښتل ترڅو د زور پالونکو او ترهګرو ډلو پر ضد ټينګ ګامونه واخلي.

ويل کيږي چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د هغو اورپکو اډې دي چي د افغاسنتان په دننه کي د افغان او نړيوالو ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

لوی درستيز مولن په واشنګټن کي خبريالاتو ته وويل چي د متحده ايالاتو په شمول د آيساف 48 نور غړو هيودونو او افغان ځواکونو په 2010 کال کي د طالب ياغيانو پر ضد پرمختګونه کړي دي. خو هغه د بشپړ برياليتوب لپاره کافي نه دي. هغه وويل: «موږ پوهيږو چي دښمن موقع لټوي. زه وايم چي وضعيت مخکي له دي چي ښه سي په لومړيو کي به نورهم خراب سي.»

هغه زياته کړه:« موږ بايدلاس ترزني پاته نه سو او خپل فشار پر ياغيانو باندي زيات کړو.»

د متحده ايالاټو د ټولو ځواکونو لوي درستيز دغه يادوني پرون په داسي حال کي وکړې چي د افغانستان د جګړې له ډګرونو څخه د خونړيو پيښورپوټونه ورکړل سوي دي.

په افغانستان کي د نړیال ایتلاف د يوې خبر پاڼي له مخه د نړیوال امینتی مرتسندوی ځواک آيساف 6 سرتیري په مختلفو پیښو کي ووژل سول.

د آیساف په هغه وینا پاڼه کښي چي په کابل کي خبره سوې ده راغلي دي چي درې سرتیري د افغاسنتان په ختیځ کي د یو سړک د غاړي د بم په چادونه کي ووژل سول.

آیساف وویل چي یو بل نړیوال سرتیری په نوموړې سیمه کي په غیر جنګي پیښه کي ټپي سوی ؤ او له خپل ټپ څخه مړ سوی دی او دوه نور هم د افغانستان په جنوب کي د سړک د غاړي په یو ماین کي ووژل سول.

آیساف د دغو نړویالو سرتیرو هویت نه دی بربڼد کړی. خو د افغانستان په ختیځ او جنوب کي ډیری امریکايي ځواکونه مېشت.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل