1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون: افغانستان کې نمائندگي پرانیستلو ته کار کوو

۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون وايي چې يو شمیر اروپايي هیوادونه په افغانستان کې د خپل ديپلوماتيکې نمائندگۍ پر پرانستلو کارکړي. هغه ويلي چي په دې سره به سفیران وتوانیږي چې افغانستان ته بیرته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/43pJ8
VAE | Dubai | Besuch französischer Präsident Emmanuel Macron
انځور: Abd Rabbo Ammar/ABACA/picture alliance

د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون وايي چې ګڼ شمیر اروپايي هیوادونه پر دې کار کوي تر څو په افغانستان کې خپل ديپلوماتيک ماموریت پیل کړي.
ماکرون دغه څرګندونې د شنبې په ورځ کړي او زیاته کړې يې ده چې دې کار سره به د دغو هیوادونو سفیران وتوانیږي چې افغانستان ته بیرته ستانه شي.
د رويټرز په حواله د فرانسې ولسمشر په دوحه کې خبريالانو ته وویل چې دغه حرکت به د امکان تر حده ژر ترسره شي. خو ماکرون د دغو خبرو تر څنګ ټينګار وکړ چې دوی به طالبان په رسميت ونه پيژني. تر دې وړاندې طالبانو ويلي وو چې جاپان هم ورته ويلي دي چې غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته اکثريت هیوادونو خپل سفارتونه له کابل څخه وښکل خو يو شمیر لا هم پرانيستي پريښي وو.

آ./م.ک.ص./ا.ا.