1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون د هغې نجلۍ دفاع وکړه چې اسلام ته يې سپکاوی کړی

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون د يوې ۱۶ کلنې زدکوونکې ملاتړ کړی چې پر اسلام تر انتقاد وروسته ورته د مرګ ګواښونه شوي ول. ماکرون ويلي دي «موږ مقدساتو ته د سپکاوي حق لرو.»

https://p.dw.com/p/3Xldy
Paris Präsident Macron
انځور: AFP/G. Fuentes

ماکرون د «لې دوفين ليبرې» ورځپاڼې ته ويلي دي چې د فرانسې قانون صراحت لري او سړي ته اجازه ورکوي چې «پر دينونو انتقاد وکړي او کاريکاتور يې جوړ کړي.»
د ليسې يوې زده کوونکې ميلا په انترنېټ کې د ايستاګرام له لارې د اسلام په هکله له ښکنځلو ډکه يوه ويډيو خپره کړې وه چې ډېره لاس پر لاس شوې هم ده.
هغې ويلي دي چې »اسلام د کرکې دين دی او کثيف دی«. دغې همجنسبازې زده کوونکې د خپلو څرګندونو له مخې يوه مسلمان ته په دې ډول غبرګون ښودلی وو، ځکه چې نوموړي هغې ته د دې د همجنسبازۍ له کبله هم سپکاوی کړی وو او دا يې يوه »کثيفه همجنسبازه« بللې وه. ورپسې دغې ۱۶ کلنې نجلۍ ته په انترنېټ کې د قتل او ورباندې د جنسي تېري ګواښونه وشول. ميلا له دې کبله په اوونيو اوونيو مکتب ته نه شوای تللی او پوليسو يې هم حفاظت پر غاړه اخيستی دی.

ماکرون په زغرده د ميلا دفاع وکړه

د فرانسې ولسمشر ماکرون د دغې قضيې په هکله ويلي دي چې «ميلا يوه ځوانه پېغله» ده. د هغې په خبره «موږ بايد په ښوونځي، د هغې په ورځني ژوند او د سفرونو پر مهال» د هغې حفاظت تضمين کړو.
ماکرون ټينګار وکړ چې کم سنه کسان بايد «په انترنېټ کې د غوسې او فشارونو له نوو بڼو څخه وژغورل شي.» دغه زده کوونکې د فرانسې د ختيځ ايزېر نومي دېپارتمان (ولسوالۍ) ده. هغه «مقدساتو ته د سپکاوي پر حق» ټينګار کوي، خو د خپلو څرګندونو د «بدې لهجې او لحن» له کبله يې بخښنه وغوښته.
په فرانسه کې د ۱۷۸۹م کال له انقلاب راهيسې «مقدساتو ته سپکاوی» جرم نه بلل کيږي. خو خاصو افرادو يا يوې ډلې ته سپکې سپورې بيا منع دي.

AFP/ns/nz