1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده آيالات: له افغانستانه يو اړخيز شاتګ نه کوو

۱۳۹۷ بهمن ۲۶, جمعه

ناټو ښايي د آرامۍ ساه ايستلې وي. د متحده ايالاتو د دفاع وزير خپلو متحدينو ته د افغانستان په اړه د همغږۍ ژمنه وکړه ـ سره له دې چې ولسمشر ترمپ د عسکرو د ايستلو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/3DQHr
Belgien l Nato berät über Lösung nach INF-Vertrag - US Verteidigungsminsiter Shanahan und Nato Generalsekretär Stoltenberg
انځور: Getty Images/AFP/F. Seco

د امريکا سرپرست د دفاع وزير، پاتريک شاناهان، دغه ژمنه چې پرته له مخکنۍ همغږۍ به له افغانستانه ځواکونه نه باسي، د ناټو له متحدينو سره په غونډه کې له هر کلي سره مخامخ شوې ده.

ځينو هيوادونو د آلمان په گډون اندېښنه ښوولې وه چې له همغږۍ پرته د ځواکونو کمښت به ښايي د ناټو روزنيز ماموريت وګواښي. ځکه چې د امريکايي عسکرو امکانات او وړتياوې د اوسني ماموريت له پاره حياتي بلل کيږي ـ له بېړنۍ ژغورني څخه تر کشفي چارو پوري.

پر هر ستراتيژيک ګام خبري کيږي

د آلمان د دفاع وزيره، اورزولا فون دېر لاين، راضي او خوښه ده. د هغې په خبره «ډېره ښه خبره ده چې زموږ امريکايي همکار په ښکاره خپل موقف څرګند کړی دی.» د هغې په خبره شاناهان ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې د هر ډول ستراتيژيک ګام تر پورته کولو دمخه بايد د ناټو غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو په منځ کې ورباندې خبري وشي. سربېره پر دې ټينګار وشو چې د نړيوال حضور مسئله په افغانستان کې د سولې د بهير په لاسته راوړنو پورې تړلې ده.

آيا طالبان به سوله ومني؟

د ناټو د غونډې انګيزه د امريکا د متحده آيالاتو له خوا له وسله والو طالبانو سره روانې خبرې وې. ټاکل شوې ده چې دغه خبرې به يوه سياسي سوله ايز حل ته لاره هواره کړي چې ښايي له دغسې يوه توافق وروسته ولسمشر دونالد ترمپ ته د دې امکان برابر شي چې د امريکا د عسکرو لويه برخه وباسي.

Afghanistan Konflikt l US-Army
انځور: picture alliance/Zuma/A. Dinner

نوموړي اعلان کړی وو چې په افغانستان کې د اوسمهال مېشتو ۱۴ زرو سرتېرو تقريباً نيمه برخه به بيرته اخراج کړي. خو دغه سرتېري د ناټو د «غوڅ ملاتړ» په نوم ماموريت د ملا تير بلل کيږي.

د چهارشنبې په ورځ د آلمان کابينې په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموريت اوږدول منلي ول. خو د آلمان پارلمان بايد اوس د يوه کال له پاره د ماموريت د تمديد پر سر رای اچونه تر سره کړي.

د متحده آيالاتو د دفاع وزير شاناهان په ښکاره په افغانستان کې د آلماني عسکرو هلې ځلې وستايلې. آلمان په افغانستان کې ۱۳۰۰ عسکر لري چې له متحده آيالاتو وروسته تر ټولو زيات عسکر دي.