1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالات ـ ښايي د انټرنېټ بېطرفي له منځه ولاړه سي

۱۳۹۶ آذر ۲۵, شنبه

يوازې درې کاله مخکې د امريکا متحده آيالاتو د انترنېټ د بې طرفه ساتلو تصميم نيولی و. خو اوس ښايي دغه حالت تغيير وخوري.

https://p.dw.com/p/2pTjR
Lindsay Chestnut Netzneutralität Demonstration
انځور: picture-alliance/AP Photo/C.Kaster

په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا متحده آيالاتو د انترنېټ په لوی نړيوال جال کې د بې طرفۍ پرېکړه وکړه چې دا د انترنېټي فعالينو له پاره لويه بريا او ښه لاسته راوړنه وه. د مخابراتو په برخه کې د متحده آيالاتو د نظارت د ادارې يا «اف سي سي» مشر، توم ويلر هغه وخت وويل: «انترنېټ د بيان د آزادۍ او آزادو څرګندونو له پاره تر ټولو ښه وسيله ده.»

د هغه په خبره بايد خدمت وړاندې کوونکي شرکتونه د «دروازې ساتونکو» په څېر رول ادا نه کړي چې په انترنېټ کې د موجودو معلوماتو په سر خپل تصاميم هم نيسي.

«د قواعدو کمول د پانګونو باعث ګرځي»

خو ښاغلی اجيت پای، چې د «اف سي سي» ادارې نوی مشر دی، اوس بيخي بل ډول نظر څرګندوي. هغه په دې اند دی چې بازار بايد خپله بې له سياسي مداخلې څخه ځان عيار کړي، ځکه چې اوسني برقراره قواعد د پانګونو ضد فضا رامنځ ته کوي. د «والت ستريټ ژورنال» ورځپاڼه کې په خپله خپره کړې ليکنه کې، پای داسې استدلال په ډاګه کوي: که دغه قواعد برقراره پاته شي، بايد د امريکا اوسېدونکي په ځينو سيمو کې ډېر کلونه انتظار وباسي څو د انترنېټ چټک مزي وروغځول شي.

په ۲۰۱۵ کال کې لا پای د فيصله کوونکې جرګې غړی و او منفي رايه يې ورکړې وه کله چې نظارتي ادارې چټک انترنېټ ته لاسرسی د عمومي خدماتو يوه برخه وبلله، يعنې اوبو، برق او د تليفون مزو ته ورته يو اړين حيثيت يې ورته وټاکه. اوس ښاغلی اجيت پای خپله د دغې ادارې مشر دی چې د هغه نوي وړانديز ته ښايي ډېر ژر هر کلی هم وويل شي.

آيا د انترنېټ په اړه قانون ته اړتيا ده؟

دغه حالت د امريکا په متحده آيالاتو کې د انترنېټ په بې طرفۍ کې ضعيفه نقطه ده. يوه تصميم نيونکې اداره يې په هکله پرېکړه کوي او کوم قانون ورته البته نه دی موجود. ژورناليست، توماس رودل، په دې هکله وايي:

«کله چې مشرتابه بدل شي، هغه تقريبا په خپله خوښه د دې امکان لري چې په تصميم نيونکې جرګه کې نوي کسان ځای پر ځای کړي او پخواني مقررات بېرته واخلي.»

ښاغلی رودل د «نېڅ پوليتيک» په نوم ويبپاڼه کې ليکنې کوي چې پر زېربنايي موضوعاتو باندې يې تمرکز دی. په انترنېټ کې د بې طرفۍ موضوع هم له دغې جملې څخه يوه ده. د «نيڅ پوليتيک» په نوم ويبپاڼه د ديجيتالي موضوعاتو په برخه کې ژورناليستيک محتويات خپروي چې دريځ او موقف يې هم روښانه دی. هغه دا چې انترنېټ بايد بې طرفه او په ديجيتاله فضا کې هم د آزادۍ له حقونو څخه دفاع وشي.

د امريکا په متحده آيالاتو کې د «اف سي سي» يعنې د مخابراتو په برخه کې د نظارت د ادارې غړي د ولسمشر په امر د پنځو کلونو له پاره په انتصابي شکل ګومارل کيږي چې د سنا له طرفه بايد تائيد هم شي. په اوس وخت کې دغه کميسيون درې جمهوري غوښتونکي او دوه د دموکرات ګوند غړي لري. له دې کبله په انترنېټ کې د بې طرفۍ په هکله تصميم ګيري هم ۳ په ۲ د هغې پر ضد تمامه شوه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.12.2017):