1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د حقاني پر درو غړو بندیزونه ولگول

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۲ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د بارک اوباما ادارې د حقانې شبکې درې تنه شکمن کسان د «نړیوالو ترهگرو» په ليست کې شامل کړي او د هغوی شتمنۍ یې کنگل کړي دي. د دغې ډلې پر ضد د عمل کولو له پاره د بارک اوباما پر ادارې د متحده ایالاتو کانگرس فشار اچولی وو.

https://p.dw.com/p/1B3VX
انځور: AP

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت دغه درې تنه د سیدالله جان، یحی حقاني او محمد عمر ځدراڼ په نومونو یاد کړي دي او ویلي یې دي چې دغه کسان «په ځانگړې توگه د ترهگرو په نړیوال» ليست کې شامل کړای شوي دي. زیاته شوې ده چې د متحده ایالاتو تر صلاحيت لاندي سیمو کې به د دغو کسانو شتمنۍ کنگل شي. همداشان د متحده ایالاتو پر وگړو باندې له دغو درو کسانو سره پر تجارت کولو هم بندیز لگول شوی دی.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي چې د بارک اوباما اداره له کلونو راهیسې په دې هڅو کې ده چې د حقاني شبکې مخه ونیسي. دغه ډله په افغانستان کې د متحده ایالاتو او لوېدیځو هیوادونو پر وړاندي د سترو بریدونو په ترسره کولو سره مسووله گڼل کیږي. د رویټرز د رپوټ له مخې داسې اټکل کیږي چې دغه ډله د افغانستان پولې ته څرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې میشته ده.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي دیوید کوهن، له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي: «زموږ ننی اقدام د حقاني شبکې د هر ډول بالقوه ملاتړ تر هدف لاندې نیولو پر سر باندي ټینگار ښي.»

پر محمد عمر ځدراڼ باندې له افغان طالبانو سره د اړیکو تور لګول شوی دی. په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ پخواني چارواکي مایک مولن د حقاني شبکې په اړه ویلي ول چې دغه ډله د پاکستان د استخباراتي شبکې آی اېس آی، «ریښتنی لاس» دی. په ۲۰۱۲مېلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توگه د حقاني شبکه «د نړیوال ترهگر سازمان» په توگه یاده کړه.

په نزدي تیرو وختونو کې د کانگرس ځینو استازو د بارک اوباما پر ادارې فشار راوړی وو چې د دغي ډلې پر ضد له نوري سختۍ څخه کار واخلي. د تیر کال په نومبر میاشت کي د کانگرس شپږ استازو په شمول د سنا د استخباراتي جرگه گۍ مشر مایک روگیرس او همداشان د سنا د بهرنیو چارو د جرگه گۍ مشر اېد روېس، اوباما ته یو لیک استولی وو. په دغه لیک کې غوښتل شوي ول چې د حقاني شبکې پر ضد کوم گامونه پورته شوي دي. په لیک کې همداشان تر دغه وخته د نوموړي شبکې پر وړاندې اخیستل شوي گامونه نا کافي بلل شوي ول.

تر هغه وروسته د بارک اوباما ادارې چارواکو کانگرس ته په دې اړه معلومات ورکړي ول، خو بیا هم ځیني استازي قانع شوي نه ول. په دسمبر میاشت کې د دفاعي کلنۍ بودجې په ترڅ کې د کانگرس استازو د بارک اوباما له ادارې څخه د حقاني شبکې د ځپلو د هڅو په اړه د رپوټ وړاندې کولو غوښتنه هم کړې وه.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې ځیني امریکایي چارواکي د حقاني شبکې پر وړاندي د گامونو پورته کولو سره مخالفت ښي، ځکه چې د هغوی په آند ښایي دا کار به د اوباما ادارې دا توانمندي له خطر سره مخامخ کړي چې د افغان حکومت او وسله والو یاغیانو تر منځ د سولې خبري اترې پیل کړي.

د حقاني د شبکې د دریو غړو د شتمنيو د کنگل کیدو پریکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د اوباما اداره په افغانستان کې د ۱۲ کلني اوږدې جگړې د ختمولو په حال کې ده. په همدې اوونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه له جگپوړو امریکایي چارواکو سره لیدلي ول.

امریکایي چارواکو پلان کړې ده چي که چیرې افغان حکومت له متحده ایالاتو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو په دغه هیواد کې به تر ۲۰۱۴مېلادي کال وروسته نسبتا یو کم شمیر امریکایي سرتیري پریږدي.

د متحده ایالاتو د کانگرس استازو د چهارشنبې په ورځ هم په دې اړه انديښنه څرگنده کړې ده چې له افغانستان څخه به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان د مخدره موادو له قاچاق سره څرنگه مبارزه وکړای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب