متحده ایالات: د سکانو پر معبد برید کې اووه کسان ووژل شول
۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبهاعلان
د امریکا متحده ایالاتو د ویسکنسین په ایالات کې د سکانو پر یوه معبد باندې د یوه برید په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي او درې نور سخت ټپیان دي. د پولیسو په خبره په وژل شوو کسانو کې پخپله برید کوونکی هم شامل دئ.
برید کوونکی د پولیس له خوا وژل شوی دئ. دا چې ولي د سکانو پر معبد باندې دغه نا معلوم وگړي برید کړی دئ لا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده.