1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو د ډرون حملو له ډیریدو خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبه

متحده عربي اماراتو د يکشنبې په ورځ د ډرون بریدونو د ګواښونو له ډيریدو خبر ورکړ، لکه د حوثي یاغیانو له خوا پر دغه هیواد د ډرون بریدونه. دغه انديښنه د بې پيلوټه الوتکو او د دفاعي صنعت په یوه کنفرانس کې یاده شوې ده.

https://p.dw.com/p/47J9R
China Airshow
د آرشیف انځورانځور: Aly Song/REUTERS

په دغه کنفرانس کې په دفاعي چارو کې د متحده عربي اماراتو وزیر، محمد بن احمد الباوردي وويل: «موږ باید د ډرون له بریدونو څخه د ملکیانو د خوندیتوب او د اقتصادي بنسټونو د تخریب د مخنیوي په موخه متحد شو.»

په ابو ظبۍ کې د بې پيلوټه سیستم یو نندارتون (UMEX) په لاره اچول شوی چې په کې د سېمې او د امریکا، بریتانیا او فرانسې په ګډون د لويدیځ د پوځ او صنعت استازي ګډون لري.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دغه نندارتون کې به تر ټولو نوې او د لوړې تکنالوژۍ درلودونکې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې نندارې ته کيښودل شي. خو کوربه هیواد ېې په اړه خبرداری ورکړ چې دغه ډول وسلې ارزانه او د نړۍ په سطحه لا ډيرې د لاسرسي وړ دي.

د متحده عربي اماراتو د مصنوعي هوښ د چارو وزیر، عمر العلماء وويل چې ډرون الوتکې نن ورځ د «تروریستي ډلو د سلاح کوټونو یوه برخه ده چې د ملکیانو د ویرولو او یا پر نړیوال سیستم د منفي اغیز په موخه ورڅخه استفاده کوي.»

هغه اندیښه وښوده چې دا «یوه ننګونه ده او موږ ته په کار ده تر څو ډاډمن شو چې موږ کولی شو د دغو سیستمونو د [ناوړه] استفادې ضد یو سپر ایجاد کړو.»

متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف غړی دی، کوم چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د یمن حکومت څخه په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد جنګيږي. حوثي یاغیان بیا د ایران ملاتړ لري. که څه هم متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۹م کال کې له یمن څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ، خو ملاتړ يې اوس هم ادامه لري.

حوثي یاغیانو د جنوري میاشتې په ۱۷مه ابوظبۍ باندې د ډرون او توغندیو برید وکړ چې درې تنه د تیلو کارګران په کې ووژل شول او مالي خسارات يې وارد کړل. متحده عربي امارات له هغه وخت راهيسې د تیار سئ په حال دی.

دغه هیواد له هغه وخت راهیسې درې ورته حملې خنثی کړي دي. په دغو حملو کې د یوې هغې مسئولیت يې په عراق کې یوې لږ پيژندلې ډلې ومانه چې ويل يې په عراق کې له ایران پلوه ځواکونو سره اړیکې لري.

(AFP)mks/mns