1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متوکل: د هيواد په نا امنو سيمو کي ښوونځي جوړه وو

۱۳۸۹ آذر ۲۳, سه‌شنبه

د طالبانو يو شمېر پخواني عالي رتبه چارواکي چي له تيرو څو کلونو راهيسي د طالبانو له ليکي ځانونه جلا بولي په يوه بي ساري اقدام کي سره را ټول سوي تر څو د هيواد په نا امنو سيمو کي تړلي ښوونځی د زده کونکو پر مخ پرانيزي.

https://p.dw.com/p/QXhe
انځور: dpa

دغو پخوانيو طالب چارواکو د افغان علمي بنسټ تر نامه لاندي د يوې ډلي په جوړولو اوس دغه هڅي پيل کړي دي.

د دغه بنسټ مشري په پاکستان کي د طالبانو د پخواني رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف پر غاړه ده.

ضعيف وايي چي غواړي د هيواد په نا امنو سيمو کي دولت او هم وسله والو مخالفينو ته د منلو وړ تعليمي نصاب لرونکي ښوونځي جوړ کړي.

دمګړی د حکومت زور پالي مخالفين د حکومت د روزنيز نصاب د پلي کيدو مخالفت کوي او ځيني مظامين له خپل انده له اسلامي اصولو سره په ټکر کي بولي.

که څه هم تر اوسه داسي يوه دقيقه شميره نده معلومه چي د ملک په نا امنو ولايتونو کي به څومره ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړلي وي خو اټکل کيږي چي د تړلو ښوونځيو شمير سلګونو ته ورسيږي.

د طالبانو د پخواني حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل هم د دغه هڅي يوه برخه ده .

متوکل وايي چي افغان علمي بنسټ د ضعيف له لوري څوکاله دمخه رامنځ ته سوی دی.

که څه هم تر اوسه نده معلومه چي ايا دغه هڅي به تر يوه ځايه ورسيږي که نه. خو متوکل ټينګار کوي چي د دغو ښوونځيو د بيا پرانيستلو لپاره يي له طالبانو، افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو سره خبري کړي او افغان دولت ورسره د همکارۍ پوره ژمنه کړې ده.

د متوکل په وينا، اوس دغه بنسټ پلان لري چي د افغان ښوونځي تر نوم لاندي له لوګر، خوست، او پکتيا څخه نيولې تر بادغيس او همدارنګه د کونړ او نورستان ولايتونو پوري په هغو سيمو کي چي د نا امنيو له امله ښوونځي په کي فعاليت نه لري ښوونځي جوړ کړي.

اټکلي شميري ښيي چي د افغانستان په نا امنو سيمو کي شاوخوا ۴۰۰ ښوونځي يا له سره تړلي پاته دي او يا هم له پرانيستي څه موده وروسته د بيلا بيلو دلايلو له امله تړل سوي دي.

د متوکل په وينا په پام کي د ه چي د افغان ښوونځي په چوکاټ کي د جوړيدونکو ښوونځيو لپاره داسي تعليمي نصاب جوړ سي چي هم حکومت، هم عاموخلکو او هم وسله والو مخالفينو ته د منلو وړ وي.

«د افغان ښوونځي زده کونکي به دومره سويه ولري چي ډاکټر يي پوره ملا او مولوي يي يو ښه اداره کونکی وي».

متوکل د افغان ښوونځي د پروګرام د مالي امکاناتو په اړه وويل چي د خير ښي ګڼي ځيني اسلامي هيوادونو لکه کويټ، سعودي عربستان، قطر او متحده عرب اماراتو په دې شرط مرستي ته چمتو والي ښولي چي ياد سوي پروګرام د افغان دولت جواز ولري او په لګښتونو کي يې شفافيت موجود وي.

د افغان ښوونځي په نامه د نا امنو سيمو د تړلو پاته سوو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره په داسي حال کي هڅي رواني دي چي، دمګړی د افغانستان په نا امنو ولايتونو کي داسي ولسوالۍ شته چي د ګوتو په شمير يو ښوونځی هم پکښي فعال ندی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل