1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متیس: طالبان به د ټاکنو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس، په افغانستان کې د خپل هیواد پر ژمنتیا باندې یو ځل بیا رڼا واچوله. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه نوې پوښتنې راپورته شوي دي.

https://p.dw.com/p/2wzV5
Afghanistan Mattis und Stoltenberg bei Ghani PK in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

متیس د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې امریکا متحد ایالات به د فغانانو او افغان حکومت تر څنګ ودریږي او زیاته یې کړه چې د ناټو ماموریت به تر هغه وخته پورې چې طالبان د سولې د خبرو اترو میز نه وي راغلي، دوام پیدا کړي.

د دوشنبې په ورځ د ترهګري ډلي داعش دوو ځانمرګو په کابل کې د نهو خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان ووژل. دا د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو وروستی پیښه وه. په همدې ورځ په کندهار کې هم یوه بل ځانمرگي برید ۱۱ ماشومان ووژل.

کله چې له متیس څخه د وروستیو بریدونو په اړه وپوښتل شول، نو هغه په ځواب کې وویل چې واشنګټن په دې پوهیده چې روان کال به له امنیتي اړخه سخت وي. متیس دغه څرګندونې د مقدونيا د دفاع له وزیر سره تر یوې غونډې مخکې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «موږ د دې اټکل کړی وو، او په خپل توان کې هر څه کوو او پر بیګناه خلکو باندې د ډیرو دغه شان بریدونو په مخنیوي کې کامیابه وو. خو په خواشینۍ سره کله نا کله هغوی د برید په ترسره کولو توانیږي ځکه هر ترهګریز سازمان چې وپوهیږي چې د رای په صندوقونو کې څه نه شي ګټلی نو بمونو ته مخه کوي. دا هغه څه دي چې دوی یې ترسره کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکایي ادارې یا سیګار د سه شنبې په ورځ د یوه رپوټ په خپورولو سره د افغانستان یو ویروونکی انځور وړاندي کړی دی. د سیګار په رپوټ کې راغلي دي چې د جنوري میاشتې تر پایه پورې د افغانستان له ټولو ولسوالیو څخه ۱۴،۵ سلنه یې د یاغیانو تر کنترو لاندې دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د یاغیانو تر کنترول لاندې د اوسیدونکو افغانانو شمیر هم لوړ شوی.

سیګار دا هم ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکون شمیر بیا کم شوی او اوس ۲۹۶۰۰۰ ته رسیدلی دی. دا شمیر د یوه کال مخکې په پرتله نزدې ۳۶۰۰۰ کمښت ښيي. خو پر دې هر څه سربیره د پنتاګون چارواکي ادعا کوي چې په وروستیو وختونو کې د افغان امنیتي ځواکونو وضعیت ښه شوی دی.

متیس په خپلو خبرو روښانه کړه چې د دې امکان شته چې طالبان دې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. دغه امریکایي چارواکي وویل چې طالبان او ترهګره ډله داعش هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړي.

تر دې مخکې متیس له افغانستان څخه د امریکا د وتلو آوازې په کلکه رد کړې وې. هغه د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ هلته [په افغانستان کې] د یوې دندې ترسره کولو له پاره میشت یو. موږ هلته د تل له پاره نه پاتيږو خو دنده مو مهمه ده.»

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه آوازې هغه وخت بیا تودې شوې چې امریکایي سناتور ران پاول، تیره اوونۍ وویل چې هغه ته امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ ډاډ ورکړی وو چې د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر په دې نظر دی چې د عراق جګړه یوه اشتباه وه او دا چې اوس له افغانستان څخه د وتلو وخت رارسیدلی دی.