1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محافظه کاران د اروپا د پارلمان په ټاکنو کې مخکښه دي

مسعود جهش (AFP, Reuters, AP, dpa)۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې محافظه کاره گوندونه مخکښه دي. د لومړنیو پایلو له مخې منځنۍ ښي اړخی د اروپا د خلکو گوند ۲۱۱ څوکی ترلاسه کړي دي. سوسیالانو بیا ۱۹۳ او د اروپايي ټولنې ضد گوندونو بیا نزدې ۱۳۰ څوکې گټلې دي.

https://p.dw.com/p/1C6fo
انځور: DW/B. Riegert


تر دغو گوندونو وروسته بیا په ترتیب سره لیبرلانو ۷۴، زرغونو ۵۸ او کین اړخو ۴۷ څوکې خپلې کړې دي. د دغو ټاکنو رسمي پایلې به د اروپايي ټولنې له خوا د دوشنبې په ورځ ناوخته اعلان شي.

د اروپایي ټولنې ټول ۲۱ هیوادونه د اروپا د پارلمان ۶۰۰ غړي ټاکي. د آلمان او ایټالیا په گډون یو شمیر هیوادونو د یکشنبې په ورځ چې د دې پارلمان له پاره د ټاکنو وروستی ورځ ده خپلو استازو ته رایې ورکړي. آلمان اروپايی پارلمان ته ۹۶ استازي استوي. د اروپايي پارلمان له پاره ټاکنو څلور ورځي دوام وکړ چې له بریتانیا او هالند څخه پیل شوې.

په آلمان کې د میرکل گوند مخکښه دی

د اروپايي پارلمان له پاره د ټاکنو د پایلو لومړنۍ وړاند وینې خپرې شوې دي چې ښيي CDU/CSU گوند د ۳۶.۱ سلنه رایو په ترلاسه کولو مخکښ او SPD په ۲۷.۶ سنله رایو دویم دی.

د اروپایي پارلمان له پاره په آلمان کې د ټاکنو د پایلو لومړنې وړاندې وینې ښيي چې د صدراعظمې انگلا میرکل CDU/CSU گوند په کې مخکښه دی. تر دې گوند وروسته په حکومت کې د هغه متحد SPD دویم ځای لري. په دریم ځای کې د آلمان د زرغونو گوند د ۱۰.۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره راغلی دی. د کین اړخو گوند د ۷.۸ سنله رایو په گتلو سره په څلورم او AfD گوند د ۶.۵ سلنه رایو له خپلولو سره په پنځم ځای کې دي. دغه گوند په دې ترتیب سره د لومړي ځل له پاره اروپايي پارلمان ته لار موندلې ده.

یونان، اتریش، فرانسه او بلژیم

له یونان څخه د ټاکنو د پایلو لومړنۍ وړاندوینې ښيي چې د سپما د سیاست ضد گوند سریزا تر نورو مخکښه دی. پر دې سربیره په اتریش کېFPÖ گوند ۲۰ سلنه رایې خپلې کړې دي. دې گوند په ۲۰۰۹ کال کې یوازې له اتو څخه تر لس سلنه رایې گټلې وې.

مارین لي پین، د فرانسې د ښې اړخه ملې جبهې گوند مشره
مارین لي پین، د فرانسې د ښې اړخه ملې جبهې گوند مشرهانځور: picture-alliance/AP

په فرانسې کې د مارین لي پین، ښې اړخه ملې جبهې گوند د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې تر نورو ډیرې رایې خپلې کړې دي. تر دې گوند وروسته UMPخوځښت ۲۱ سلنه رای ترلاسه کړي او دویم ځای لري. د فرانسوا اولاند گوند د ۱۴.۱ او ۱۴.۷ سنله رایو په ترلاسه کولو سره دریم ځای خپل کړی دی.

له بلې خوا په پلژیم کې نشنالیست N-VAگوند د ۳۰ او ۳۲ سلنه تر منځ رایې خپلې کړې دي. د دنمارک د تلویزیونو په حواله ښایي په دې هیواد کې د کډاوالۍ ضد د خلکو گوند تر نورو ډیرې رایې گټلې وي.

د ۲۰۰۹ کال په پرتله د رای ورکوونکو ډیریدل

په عین حال کې لومړني معلومات ښيي چې سږ کال د ۲۰۰۹ کال په پرتله پنځه سلنه ډیر شمیر کسانو د اروپايي پارلمان په ټاکنو کې گډون کړی وو. ویل شوي دي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د یکشنبې په شپه اعلان شي او وروستۍ پایلې به بیا د دوشنبې تر پایله پورې خپرې شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب