1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محقق: ۳۱ هزارګان «اسلامي دولت» تښتولي دي

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبه

په زابل کي د تښتول سوو ۳۱ کسانو سرنوشت لا تر اوسه نامعلومه دی. خو محقق وايي چي د دغو تښتونو تر شا د طالبانو د پخواني قومندانانو لاس دی. په عيني حال کي د دغو کسانو د خلاصون له پاره احتجاجونه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/1F2pM
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله مرستيال محمد محقق د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ د اپريل ۵مه) وويل چي په فبرورۍ مياشت کي ۳۱ شعيه نارينه او هلکانو د تښتولو تر شا د اسلامي دولت لاس دی. دغه کسان د فبروۍ په ۲۴مه نېټه د افغانستان په سويلي ولايت زابل کي د نامعلومو کسانو له خوا تښتول سوي ول او تر اوسه لا درکه دي.

اسلامي دولت هغه وسله واله ډله ده چي په عراق او سوريه کي يې يو شمېر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي او هلته يې اسلامي خلافت اعلان کړی دی.

محمد محقق ويلي دي چي هغه پخواني طالب قومندانان چي د اسلامي دولت سره يوځای سوي دي، د دغو تښتونو مسؤليت په غاړه لري.

محقق د شنبې په ورځ د اسوشيېتد پريس سره د خبرو پر وخت وويل چي ملا منصور دادالله او ملا عبدالله کاکړ نومي وسله وال قومندانان د دغو تښتونو تر شا ولاړ دي. دا لومړی ځل دی چي يو افغان حکومتي چارواکی وايي چي د تښتونو تر شا د اسلامي دولت لاس دی.

محقق زياته کړې ده چي د طالبانو دوو پخوانيو قومندانانو «خپل پخوانی سپين بيرغ د اسلامي دولت په تور بيرغ بدل کړی دی.» د محقق په وينا د زابل د تښتونو وروسته د افغانستان امنيتي ځواکونو د هغوی د موندنې په مقصد عمليات پېل کړل چي بريالي نه ول.

محقق وويل چي تښتول سوي کسان پر څو برخو ويشل سوي او د زابل په بيلو غرنيو سيمو کي ساتل کيږي. د محقق په وينا د ده معلومات د تښتول سوو کسانو په هکله دا دي چي هغوی لا ژوندي دي.

لادرکه کسان د زابل په ولايت کي د يو مسافر وړونکي موټر څخه د داسو کسانو له خوا تښتول سوي ول چي د افغان چارواکو په وينا توري جامې يې په تن وې. ويل سوي چي وسله والو کسانو هزاره نارينه او هلکان د ښځو، ماشومانو او د غېر هزاره کسانو څخه بېل کړل او د ځان سره يې بوتلل.

محقق ويلي چي «افغان حکومت به د خبرو اترو څخه نيولې بيا تر جنګ پوري ټول امکانات په کار واچوي چي دغه کسان راخوشي کړي.»

د افغانستان د اجرائيه رئيس مرستيال محقق په داسي حال کي دا څرګندونې کړي چي د تښتول سوو کسانو کورنيو په کابل کي خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړې ده.