1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

محمد اشرف غني د معصوم ستانکزي استعفا ومنله

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

ولسمشر غني په ننګرهار کې د تیرې شپې د عملیاتو په تړاو د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي، استعفأ منلې ده. د رپوټونو له مخې په ننګرهار کې د «۰۲ قطعې» په ځانګړو عملیاتو کې څلور ملکیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3P5eb
Mohammad Masoom Stanekzai
انځور: dapd

ارګ پر خپله فیسبوک پاڼه یو لنډ ویډیوي پیغام خپور کړی دی چې پکې ښول کیږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ننګرهار د پيښې په تړاو فوق العاده امنیتي غونډه رابللې وه.

په دغه خپره شوې ویډیو کې افغان ولسمشر وایي: «د جلال آباد په پيښه کې د داعش پر ضد د عملیاتو په نوم د یوې کورنۍ څلور ځوانان په بې رحمه توګه وژل شوي دي.»

افغان ولسمشر په خپلو څرګندونو کې لوی څارنوالۍ ته امر کړی دی چې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د جلال آباد پيښه وڅیړي.

ولسمشر غني ویلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لومړي مسئول په توګه، ورته د هیڅ ملکي وژل کیدل د منلو نه دي.د ولسمشر په خبره دغه پيښه به تر آخره په «جدي» ډول تعقیب کړي.

اشرف غني په دغه فوق العاده غونډه کې وویل چې څو شیبې وړاندې یې په «ډیره خواشینۍ سره د ملي امنیت د پخواني رئیس معصوم ستانکزي استعفأ منظوره کړه.»

تیره شپه په جلال آباد ښار کې د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې «۰۲ قطعې» په جلال آباد کې د شپې پر مهال د څلورمې ناحیې په مجبور آباد سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې پر یوه کور چاپه وهلي او څلور ورونه یې وژلي دي.

د کورنۍ د ځینو غړو د نیول کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د پنجشنبې په ورځ جسدونه د احتجاج په توګه د ننګرهار ولایت مقام ته وروړل شوي ول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د جلال آباد د قضیې په تړاو د دغې قطعي قوماندان او نور چارواکي تر تحقیق لاندي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ننګرهار ولایت وروستۍ پيښه به په هر اړخیزه توګه تر ارزونې لاندې ونیول شي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.