1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد فهيم قسیم له متحدی جبهی څخه وتلی دی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د حکومت د مخالف اړخ یو ویاند وویل چی د هغه یو لوړ پوړی غړی د زمری د میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د اوسنی جمهور رییس حامد کرزی تر شا دریږی.

https://p.dw.com/p/HbC8
د دفاع پخوانی وزیرمحمد فهيمانځور: AP

د رویتر د خبری آژانس د یو ءبوټ له مخی، د دفاع پخوانی وزیر، محمد فهيم قسیم له متحدی جبهی څخه وتلی او غواړی چی په انتخاباتو کی د کرزی ملاتړ وکړی. د ملی جبهی ویاند، فاضل سنګچارکی تصدیق کړه چی فهیم غواړی چی له کرزی څخه ملاتړ وکړی.
هغه د رویتر خبری ژانس ته پرته له دی چی زیات تفصیلات ورکړی، دومره وویل، : «هغه ووت تر څو کرزی سره یو ځای شی.»

د اونی په سر کی د نوموړی جبهی یو بل غړی ، محمد نعیم فراهی د آلمان غږ راډیو ته وویل :

ملی جبهی تیره اونی د بهرنی چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره ونوماوه تر څو د کرزی په وړاندی ودریږی. له جبهی څخه د فهیم وتل ډ خارونکو په نظر د حکومت مخالف اړخ ته چی غواړی په انتخبااتو کی کرزی له قدرت څخه لیری کړی، یو ښه خبر نه دی. که څه هم فراهی له داسی یو اټکل سره مخالف دی او ملی جبهی غښتلی ګڼی چی کولای شی د کرزی په خلاف سیالی وکړی.

د جمهوری ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیتوب رسمی پروسه په راتولونکی اونی کی پیل کیږی، د کاندیدانو لست اوږد دی چی په هغه کی له تکنوکراتانو څخه نیولی، تر پخوانیو وزیرانو او د پخوانییو وسلوالو ډلو قوماندانانو پوری شامل دی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون څو ورځی مخکی غوښتنه وکړه چی هغه کسان چی په بشری حقونو باندی په سرغړونو او تیریو تورن دی، هغوی باید د جمهوری ریاست او د هغه د مرستیالانو په کاندیدانو کی ونه نیول شی.

عبدالباری حکيم
کتونکی: يحيی وردک