1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد مرسي، خپل فرمان بیرته واخیست

۱۳۹۱ آذر ۱۹, یکشنبه

د مصر ولسمشر محمد مرسي، د خپل قدرت د غځولو پر ضد تر پراخو مظاهرو وروسته د شنبې په ماښام د ځانګړو واکونو ناندريز فرمان بېرته واخيست.

https://p.dw.com/p/16yhH
انځور: picture-alliance/dpa

دغه خبره سياستوال سليم العوا، په قاهره کې وکړه. د اپوزيسيون يا مخالفو ګوندونو دوهمه غوښتنه، چې د اساسي قانون د مسودې پر سر دې ریفرندم يا ټولپوښتنه وځنډول شي، نوموړي پوره نه کړه.

تر دې مخکې د مصر لومړي وزیر هشام قنديل، ویلي وو چې شپږ تنه حقوقپوهان او سياستوال یې راغوښتي وو او د فرمان په اړه يې څېړنه کوله. دا ځکه چې يوې «حقوقي حل لارې» ته ورسيږي او د اساسي قانون په اړه تر سره کیدونکی ریفرندم وځنډول شي.

العوا چې پخپله د دغې ډلې غړی وو، د خبرو اترو پايلې د مرسي د وياند ياسر علي تر څنګ په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان کړې. نوموړي اسلامي عالم او سياستوال وويل چې «دغه فرمان سر له اوس څخه بېرته واخيستل شو.»

د راپورونو له مخې يو بل فرمان صادر شوی دی چې پکې هغه ماده نشته چې وايي د ولسمشر پرېکړې د ټولو حقوقي اقداماتو په نسبت هم لومړيتوب لري. د نوي فرمان له مخې بايد د شنبې په ورځ د رايه اچوونکو له خوا د اساسي قانون د ردېدو په صورت کې، د اساسي قانون پر سر يوه غونډه راوبلل شي.

مرسي له هغو ډلو څخه چې په مشورتي پړاو کې يې ونډه نه درلودله، هم هيله څرګنده کړې ده چې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو پر سر دې خپل وړانديزونه وکړي. د ملي ژغورنې جبهه، چې د چپي او ليبرالو ګوندونو يوه مجموعه ده، په غونډه کې حاضره نه شوه.

د ټولپوښتنې نېټه، يعنې د دسمبر ۱۵مه نېټه خپل اعتبار له لاسه نه ورکوي، ځکه چې ځنډول يې د حقوقي لحاظه ناممکن دي. د العوا په خبره په غونډه کې حاضر وو ويلي دي چې ټولو شويو پریکړو ته به غاړه ږدي.

د نومبر په ۲۲مه نېټه صادر شوي فرمان چې له مخې يې د مصر د ولسمشر واکونه پراخ کېدونکي ول، له ډېرو احتجاجونو او لاريونونو سره بدرګه شول، چې ګڼ شمېر انسانانو پکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. احتجاجونه د اساسي قانون د مسودې پر ضد او هم د ریفرندم په وړاندې وشول. د مرسي مخالفين پر حکومت باندې تور لگوي چې غواړي د قانون جوړونې په برخه کې مذهب ته لومړيتوب ورکړي.

Proteste in Ägypten gegen Präsident Mursi
انځور: picture-alliance/dpa

په روانه شخړه کې د شنبې په ورځ د مصر پياوړی پوځ هم راڅرګند شو او له حکومت او اپوزيسيون يعنی مخالفو ګوندونو څخه يې د رغوونکو خبرو اترو او ډيالوګ غوښتنه وکړه، که نه نو مصر به له ناورينونو سره مخامخ شي.

پوځ د مصر د قوانينو مراعات او د «هغو ديموکراتو مقرراتو» رعايت وغوښت چې «موږ ټولو يې په اړه توافق ته رسېدلي وو». خو پوښتنه دا وه چې اپوزيسيون به د فرمان تر بېرته اخيستل کېدو وروسته ډيالوګ يا د رغوونکو خبرو اترو شروع کول ومني، که څنګه؟

AFP/نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض