1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محمد مرسي په شل کاله بند محکوم شو

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د دغه هيواد د محکمي له خوا په شل کاله بند محکوم شو. پر هغه د ۲۰۱۲م کال په دسمبر میاشت کې د لاریونونو په ترڅ کې د درو کسانو د وژلو او نورو ترټلو تور لگول شوی وو.

https://p.dw.com/p/1FBgx
انځور: picture alliance/AP Photo/T. el-Gabbas

یوې مصرۍ محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اپریل ۲۱مه) د دغه هیواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي ته د۲۰ کالو بند سزا واوروله. پر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین غړی دی، د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ تاوتریخوالي ته د لمسولو تور وو چې د درو کسانو په وژلو تمام شوي وو.

خو دغه حکم قطعي نه دی او محمد مرسي کولای شي د له سره د غور کولو غوښتنه وکړي. محمد مرسي چي په ۲۰۱۳م کال کې تر سترو لاريونونو وروسته د مصر د پوځ له خوا گوښه شو، څو نور تورونه هم ورباندي لگېدلي دي، چې امکان لري په اعدام محکوم شي.

مرسي او د اخوان المسلمين څو نور غړي د مصر و دښمنو هيوادونو ته په جاسوسۍ او په ۲۰۱۱م کال کي د مصر د پخواني مجهور رئيس حسني مبارک پرضد احتجاجونو پرمهال له زندانه د تښتې په تور هم محاکمه کيږي. په دې اړه کيدای سي محاکمه د می مياشتي په نيمايي کي جوړه سي.

په ۲۰۱۳م کال کې د محمد مرسي له راپرځول کیدو راهیسې د مصر حکومت د اخوان المسلمین د غړو پر ضد ډیري دوسیې پرانیستي دي. په ځینو قضیو کې د اخوان المسلمین غړي د مرگ په سزا هم محکوم شوي دي.

د محکمې د سه شنبې ورځې حکم پر محمد مرسي سربیره نورو ۱۴ تورنو کسانو باندي هم د تطبیق وړ دی، چې له دغي ډلي څخه اووه تنه فراريان دي.