1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان کولای شي نورو اروپايي هيوادونو ته مهاجر اخراج کړي»

۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

د اروپا ټولني محکمې ویلي دي چې آلمان کولی شي نورو اروپايي هیوادونو ته پناه غوښتونکي واستوي آن که دغه مهاجر هلته په سختو شرایطو کې ژوند ته هم اړ شي. یوازې په ډیرو افراطي قضیو کې استثناګانې په پام کې نیول شوې.

https://p.dw.com/p/3FJdV
Grenzdurchgangslager  Friedland Syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د اروپا محکمې د سه شنبې په ورځ داسې پریکړه وکړه چې له مخې یې آلمان کولی شي چې نورو اروپايي هیوادونو ته پناه غوښتونکي اخراج کړي. په لوکزامبورګ کې دې محکمې پریکړه وکړه چې په ځینو هیوادونو کې کمې ټولنیزې مرستې او د ژوند سخت شرایط د دې دلیل نه شي کیدای چې هغوی ته دې مهاجر اخراج نه شي.

اروپايي محکمې څه وویل:

·   د اروپايي ټولنې د يوه غړي هیواد د مرستو کمښت د دې لامل نه شي کیدای چې هغه ته دې پناه غوښتونکي اخراج نه شي.

·   یوازې په افراطي پیښو کې استثناګانې په پام کې نیول شوي دي چې په ترڅ کې یې یو کس له خپلو ډیرو لومړنیو اړتیاو لکه خوراک، سرپناه او اوبو څخه محرومه شي.

·   دا په دې برخه کې صدق نه کوي چې پناه غوښتونکی وغواړي د آلمان د ټولنیز ژوند د معیار غوښتونکی وي.

·   قاضیانو په ډاګه کړې ده چې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې سیستم د متقابل اعتبار بر بنسټ رامنځ ته شوی دی او د دې ټولني غړي هیوادونه باید بشري حقونو ته په درناوي پریکړې وکړي.

·   قاضیانو دا هم وویل چې که یو پناه غوښتونکی د اروپايي ټولنې په یوه بل غړي هیواد کې محافظت ولري نو د پناه غوښتنه یې ردیدای شي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتني قوانین څه دي؟

د اروپايي ټولنې د دوبلن د مقرراتو له مخې باید پناه غوښتونکې د اروپايي ټولنې په هغه هیواد کې پناه وغواړي چې لومړی ورته رسیدلي وي. دغه هیواد مکلف دی چې د دې کس د پناه غوښتنلیک و ارزوي او پناه غوښتونکي ته محافظت ورکړي. هغه پناه غوښتونکي چې په اروپايي ټولنه کې خپل سفر ته دوام ورکوي کیدای شي چې هغه هیواد ته چې لومړی ورته رسیدلي وي، واستول شي. دا کار باید د شپږو میاشتو په جریان کې وشي.

د اروپا محکمې ته دغه قضیه څرنګه ورسیده؟

په اروپا کې قاضیانو له اروپايي محکمې غوښتي ول چې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې قوانین توضیح کړي او روښانه شي چې آلمان په کوم وخت کې کولی شي د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته پناه غوښتونکي اخراج کړي.

په یوه قضیه کې یوه پناه غوښتونکي لومړی په ایټالیا کې د پناه غوښتنه کړې وه او بیا آلمان ته راغلی وو او دلته یې هم غوښتنلیک ورکړی وو. هغه استدلال کاوه چې باید بیرته ایټالیا ته وا نه ستول شي، ځکه په هغه هیواد کې د آلمان په پرتله شرایط سخت دي.

اوس به څه کیږي؟

د اروپايي ټولنې د محکمې پریکړه ځکه هم مهمه ده چې آلمان ته د دې امکان ورکوي چې پناه غوښتونکي هغو هیوادونو ته واستوي چې دوی ورته په لومړي سر کې رسیدلي وي. خو د دغو پناه غوښتونکو د برخه لیک په اړه وروستۍ پریکړه به د آلمان فدرالي محکمې کوي.

دا لا روښانه نه ده چې هنګري، پولنډ او ایټالیا به د دې پریکړې په اړه څرنګه غبرګون وښيي، ځکه تر دې مخکې یې د مهاجرو له منلو ډډه کړې ده. تیر کال آلمان تر۸۰۰۰ ډیر پناه غوښتونکي د اروپايي ټولنې نورو غړو هيوادونو ته واستول. د هغوی له ډلې څخه ډیر یې ایټالیا ته ولاړل. یوازې څو تنه یې یونان ته ولاړل او هنګري بیا هیڅ پناه غوښتونکی و نه مانه.

د بشري حقونو په اړه اندیښنې

د مهاجرو د حقونو په برخه کې فعالان وایي چې په ځينو هغو هیوادونو کې چې ډیر پناه غوښتونکي ورته په لومړي سر کې رسیږي وضعیت ډیر خراب دی. له همدې کبله هغوی ټینګار کوي چې آلمان باید د دغو مهاجرو د اخراج پر ځای د هغوی مسئولیت پر غاړه واخلي.

ms/nz (AFP, dpa)

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل