1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: د امريکا د جاسوسۍ پروګارم قانوني دی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۷, شنبه

د نيويارک يوې محکمې د امریکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې (ان اس اې) له خوا د تليفوني مکالمو اورېدل يو قانوني عمل ګڼلی دی. د محکمې دغه حکم د تروريستي عملياتو د مخنيو تر عنوان لاندي توجيه سوی دی.

https://p.dw.com/p/1Ahvj
انځور: picture-alliance/dpa

د نيويارک يوې محکمې علان کړی دی، چي د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې له خوا په پراخه کچه تليفوني مکالمو ته غوږ نيول قانوني عمل دی. د ځايي محکمې قاضي ويليام پاولي، اعلان وکړ چي هيڅ داسي شواهد موجود نه دي چي وښيي حکومت دي دغه راټول کړي معلومات بې له دي چي د تروريستي عملياتو مخنيوی په وکړي د نورو موخو له پاره راټول کړي وي.

د امريکا متحده ايالاتو د مدني حقونو يوې ډلې (د مدني آزاديو ټولنه) د دغه هيواد د ملي امنيت ادارې پرضد اقامه دعوه کړې وه او غوښتل يې چي په دې سره په پراخه کچه د تليفوني مکالمو د راټولولو بهير بند کړي.

د امريکا د حکومت له اړخه متقابله حمله

د محکمې قاضي پاولي د خپل حکم په صادرولو سره د امريکا د مدني آزاديو د ټولني دعوه رد کړه. قاضي استدلال وکړ چي د القاعدې تروريستي شبکه د نن ورځي د پرمختللي تخنيک په مرسته کولای سي چي ترهګر بريدونه له ليري څخه پلان کړي.

په حکم کي راغلي دي چي د تليفوني مکالمو د څارلو او راټولولو هدف بې له دې چي پر دغي شبکې باندي د امریکا متحده ايالاتو د حکومت متقابل يرغل دی بل څه نه دی. د دغه پروګرام په مرسته دي د تليفوني مکالمو اطلاعات راټول سي او په دې وسيله سره د تروريستي شبکې احتمالي يرغلونه «شنډيزي».

پاولي په خپل حکم کي د هغي محکمې ارزيابي چي د دسمبر مياشتي په نيمايي کي جوړه سوې وه او د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې د تليفوني مکالمو پروګرام يې له اساسي قانون څخه احتمالي سرغړونه وبلله، رد کړه. د هغه محکمې په خبره په دې سره د امریکا متحده ايالاتو د وګړو شخصي حريم ته زيان رسوي. د واشنګټن محکمې د دوو امريکايانو هغه دعوه چي د «ان ای اې» پر استخباراتي بروګرام باندي يې کړې وه تر ارزيابې لاندي ونيوله او هغه يې ډېره کاميابه ارزيابي کړه.

د روان کال له جون مياشتي راهيسي د امریکا متحده ايالاتو د استخباراتو د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنود تر افشاګريو وروسته د دغه هيواد د ملي امنيت ادارې د استخباراتي برخي ډير پروګرامونه افشا سول.

په دغو افشاکوونو کي دا څرګنده سوه چي د امريکا د ملي امنيت ادارې (ان اس اې) له خوا نه يوازي په نړيواله کچه د نړۍ د ميليونونو انسانانو تليفوني مکالمي او بريښنا لیکونه څارل سوي دي، بلکي د نړۍ د سترو مشرانو لکه د آلمان د لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل تليفون ته هم غوږ نيول سوی دی.