1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخالف گوند: د ايبټ اباد په پيښه کي ټولي امنيتي ادارې ککړي دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د اسامه بن لادن تر وژل كيدو وروسته په پاكستان کي سياسي ناندريو زور اخستی. په هغه هيواد کي د حاکم گوند غړو ويلي د ولسمشر د استعفا غوښتنه کړي. دا څکه چي د هغوی په خبره حکومت يې د پيښي په اړه ولس ته چپه خوله پاته سوی.

https://p.dw.com/p/11BXA
د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمانانځور: AP

د هغه هيواد په پارلمان کي د مخالف مسلم ليګ نواز ډلي يو مشر چوهدري نثارعلي خان خو له څو ورځو راهيسي دا واي چي حکومت دي د نه ويلو روژه ماته كړي او خپل ولس ته دي رښتيا ووايي چي دا پيښه څنګه رامنځ ته سوه.

پر حكوت باندي دا نيوکي کيږي چي اوسامه بن لادن له تيرو اتو نهو كالو په هريپور او ايبټ اباد كي ژوند كوی او استخباراتي ادارې بې خبره وې.

تيره ورځ د پاكستان د حاكم ګوند يو مشر اود بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ويلي دي، چي دا وخت د چوکۍ د ساتلو نه، بلكي پاكستان د غرقيدو څخه د ژغورلووخت دی.

« د ايبټ اباد له پيښي څخه وروسته په كار و چي د پاكستان ولسمشر اصف علي زرداري او ددې هيواد صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني دواړو استعفا وي وركړي وای.»

بله خوا د هغه هیواد په پارلمان کي د حکومت د مخالف گوند مشر چوهدري نثارعلي خان هم په يوه خبري ناسته کي ويلي چي د هغه چا د لاسه چي د پاکستان غزت د خاورو سره خاوري سوی بايد خپلي دندي پريږدي.

هغه په خپلو خبرو كي وويل، چي د ايبټ آباد د پيښي په اړه ټولي ادارې ځواب وركوونكي دي.

« ټولي امنيتي ادارې په دې پيښه كي ككړي دي. زمو له وسه هيڅ سى نه كيزي تر څو چي حكومت يو گام پورته نه كړي.

دا په داسي حال كي ده چي په اسلام اباد كي اصف علي زرداري، صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني او د پوځ سرلښكر كياني تر منځ درې اړخيزه خبري سوي او دا پريكړه يې كړې چي د ايبټ اباد د پيښي په اړه به ټولو سياسي ګوندونه ته معلومات ورکړي.

داسي ويل كيزي چي د ولسمشر په ماڼۍ كي دريو واړو مشرانو د پاكستان او امريکا پر اړيكو باندي چي له دې پيښي څخه وروسته خرابي سوي دي هم خبري وكړي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل