1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مخدره موادو د اخته کیدو عوامل ، او د هغه څخه د خلاصون لاری

د مخدره موادو سره د مبارزې لاري چاري مختلفي دي ،چه یوه یې د دهقانانو سره مرسته ده . بله یې دکورنۍ اغېزی دی چی دوی څنګه کولای سی د خپلی کورنۍ غړي د دغه خراب عمل څخه راوګرځوي

https://p.dw.com/p/M9EL
انځور: DW / Wahidy

د مخدره موادو پروګرامونه په افغانستان کي د پرمخ پر زياتېدونکو مخدره موادو د کرلو، تجارت اوپه هغه باندی د اخته کېدو او دهغه د عواقبو په باب رڼا اچوی . د(واوره او زده کړه)  دپروګرام په دغه برخه کی به د مخدره موادو سره د مبارزې لاري  بيان،  او دا هم وڅيړل سی چه څنګه د مخدره موادو استعمال د یوچا پر صحت منفي اغيزه کوي . دلته به په مخدره موادو باندی د اخته کسانو د سرنوشت ، د هغوی سره د نشې د پرېښولو اود هغوی د جلاکېدو او راایستلو سره د کومک په باب خبری وسی .اوخصوصاً د ځوانانو اومکتب د شاګردانو د رول په باب خبری وسی چی څنګه دوی کولای سی د خپلی کورنۍ د معتادو کسانو او یا د محل د ځوانومعتادینو سره د مخدره موادو په پرېښولوکی مرسته او همکاری وکی .