1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«رسنۍ باید د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۲۵, شنبه

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر وایي چې د رسنیو یو شمیر خپرونې د عامه اخلاقو پر ضد دي او دغسې خپرونو ته باید د نشر اجازه ور نه کړل شي. زیاتره نیوکې له تلویزونونو څخه خپریدونکو سریالانو او سندرو ته متوجه دی.

https://p.dw.com/p/18qVW

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون پنځلسمه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې یو شمیر رسنۍ د بیان د آزادۍ په پلمه فاسدې صحنې خپروي.

ښاغلي رهین زیاته کړه: «د بیان آزادي سرحد لري او سرحد یې د نورو د بیان آزادي او د انساني کرامت مراعاتول دي. د بل وطنوال کرامت مراعاتول دي. تر دغه ځایه چې هر څوک هر څومره آزادي غواړي لري یې. خو د بیان د آزادې په ترڅ کې مسوولیت هم باید موجود وي.»

خو د رسنیو د موضوعاتو شنونکي بیا وایي چې افغانستان د ډله ییزو رسنیو له پاره قانون لري او د اطلاعاتو وزیر د هغې په تطبیقولو مکلف دی. د رسنیو د حقوقي مسایلو مسوول صدیق الله توحیدي، وایي چې د ډله ییزو رسنیو په قانون کې ممنوعه موارد ځانګړې شوي دي او دغه قانون د رسنیو د پالیسیو سره کرښه مشخصوي.

Afghanistan Fernsehen Medien
انځور: AP

د شنبې د ورځې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ځینو استازو د یو شمیر رسنیو په خپرونو باندې نیوکې وکړې. هغوی وویل چې د یو شمیر تلویزونونو خپرونې د افغانستان د خلکو د کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د پروان ولایت استازي عبدالستار خواصي وویل: «که چیرې رسنۍ سرغړونه کوي، د اسلام د مقدساتو پر ضد خپرونې کوي، لوڅې سندرې او نڅاګانې نشروي، خدای شاهد دی چې د مسلمان او افغان له پاره د لیدلو وړ نه دي.»

خو د ولسي جرګې یو شمیر استازو بیا وویل چې په تیرو یوولسو کلونو کې د رسنیو او بیان آزادي د افغانستان د مهمو لاس ته راوړنو څخه دي. دغه استازو پر دې خبره ټینګار وکړ چې د رسنیو له لوري د اداري فساد او د حکومت پر کم کارې باند نظارت د دې لامل شوی دی چې د حد څخه د زیات فساد مخه ونیسي.

د فاریاب ولایت استازي نقیب الله فایق وویل په هغه صورت کې چې رسنۍ خلکو ته روحیه ور نه کړي، هیڅوک دا جرات نه کوي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي رسنۍ د دموکراسې د څلورم اصل په توګه یاد کړ او ویې ویل چې په ټولو هیوادونو کې د بیان د آزادۍ احترام کیږي: «رسنۍ او مطبوعات په هر هیواد کې د څلورمې قوې په توګه خپل حق لري.» د ولسي جرګې مشر له رسنیو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې د افغانستان د خلکو د کلتور سره سمې کړي.

د کابل یو شمیر اوسیدونکي د رسنیو کړنې ستایې، خو دا هم وایي چې رسنې باید داسې موضوعات خپاره نه کړي چې د ادب او خلکو د اخلاقو سره په ټکر کې وي.

د همایون په نوم د کابل یوه تن اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل: «ځینې کارونه یې ښه دي او ښایي ځینې کارونه یې خراب هم وي. د رسنیو له لارې سړی کولای شي هر چیرته چې کومه پیښه رامنځ ته شي، خبر شي.»