1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخکښ نوماندان: کمیسیونونه دې بې طرفه پاتې شي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلانیدو یوه ورځ وروسته، مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني خپل غبرگونونه څرگند کړل. هغوی دواړو وویل چې په لومړي سر کې باید ټولو عنوان شوو شکایتونو ته ځواب وویل شي.

https://p.dw.com/p/1Bp92
انځور: AP / DW

د ولسمشریزو ټاکنو دوو مخکښو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله، او اشرف غني احمدزي، د یکشنبې په ورځ په کابل کې په جلا جلا خبري غونډو کې گډون وکړ او د ابتدایي پایلو په اړه یې خپل نظر څرگند کړ.

ښاغلي عبدالله، په خپلو څرگندونو کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې په هغه صورت کې چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې کافي رای پاڼې موجودې وای، دویم پړاو ته د تگ اړتیا نه وه. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د ټاکنو پایلې په هغه صورت کې مني چې ټاکنیز بهیر په قانوني شکل پر مخ ولاړ شي: «موږ د اعتراض، مخالفت او شکایت له پاره خپل حق محفوظ گڼو، خو پروسه باید دوام وکړي او دغه پروسه باید په شفافه توگه سر ته ورسیږي.» هغه یادونه وکړه چې موږ د ټاکنو هغه یوه نتیجه منو، چې له یوې قانوني پروسې څخه په سمه توگه تیره شوي وي.

خو اشرف غنی احمدزي، په یوه بل خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو دویم پړاو ته د تلو له پاره چمتو دی. هغه په خپلو کې وویل چې هیڅ نوماند باید پر دې خبره ټینگار و نه کړي، چې په لومړنۍ دوره کې گټونکی دی: «شکایتونو ته د رسیدگۍ په صورت کې، کیدالای شوای د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ فاصله په مراتبو کمه وای، خو آن اعلان شوي ارقام ښيي چې د ټاکنو لومړنۍ دوره گټونکی نه لري. پر دې خبره ټینگار کول چې د ټاکنو لومړنۍ دوره گټونکی لري، قانون تر پښو لاندې کول دي.»

دواړو مخکښو نوماندانو د ټاکنو له کمیسیون څخه وغوښتل چې د رایې ورکولو په ورځ د رای پاڼو د کمیدو په اړه سپیناوی وکړي.

د ثبات ساتلو پر سر ټینگار

داسې انديښنې موجودې دي که چیرې د ټاکنو پایلې د نوماندانو له لوري و نه منل شي، نو ښایي د دواړو نوماندانو پلویان تشدد ته مخه کړي، خو ډاکټر عبدالله عبدالله، ویل چې د انتخاباتو پر قانوني بهیر باور لري او د قانوني بهیر له مخې چې کومه نتیجه تر لاسه کړي، د هغه له پاره د منلو وړ ده.

ښاغلي عبدالله، وویل چې پلویان به یې تاوتریخوالي ته مخه نه کړي: «مسئله زموږ یا د بل چا د پلویانو نه ده. ټاکنې باید په هره مرحله کې د مخ پر وړاندې پر لور یو گام وي. داسې یو گام وي چې افغانستان د ثبات، قانونمندۍ او د اصلاحاتو پر لور وخوځوي.»

اشرف غنی احمدزي هم له خپلو پلویانو مننه وکړه او ویې ویل چې ټولو په ملي او دیموکراتیکه پروسه کې ونډه درلوده: «موږ ټولو دلته په یوه ملي پروسه کې ونډه درلوده. انتخاباتي رقابت نه سیاسي دښمني ده او نه خدای ناکرده شخصي دښمني.»

په عین حال کې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویلي دي چې نوماندان د باطلو شویو رایو په اړه د نن ماښام تر اوو بجو پورې وخت لري چې خپل شکایتونه ثبت کړي.

دغه کمیسیون وایي چې د سه شنبې په ورځ به د بې اعتباره شوو رایو په هکله موجودو شکایتونو ته په علنۍ توگه رسیدگي وکړي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند نادر محسني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې کاندیدان دې په اړه د کمیسیون څخه مخکې توب نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډاکټر عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي دي چې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون، بې طرفه نه دی.