1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مخکښ کانديدان: نفاق ته لمن نه وهو

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو د ټاکنيزو کمپاينونو تر پيل يوه ورځ دمخه، په لومړي پړاو کي کانديد داود سلطانزوی د اشرف غني په گټه تيرسو او د ځوانانو د پيوستون رئيس جميل کرزي له ډاکټر عبدالله سره يوځای سوی دی.

https://p.dw.com/p/1C3pU
انځور: AP / DW

په دوهم پړاو ټاکنو کي دواړو مخکښو کانديدانو ټينگار کړی دی چي ټاکنيز کمپاينونه يې باید قومي بڼه نه ولري. دواړو د سراسري حکومت پر جوړولو باندي ټينگار هم کړی دی.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۱) په هغه غونډه کي چي د ده په گټه د داود سلطانزي د تيرېدو له پاره جوړه سوې وه وويل: «بې له زموږ له گاونډيانو څخه هيڅ افغان د بېلتون شعار ورکړی نه دی. افغانان هر وخت خپل موجوديت په يو موټي افغانستان کي ويني. دې ته په کتو سره نو زموږ ملي وحدت ته درناوی وکړئ.»

احمدزي وويل چي په افغانستان کي مليت وجود نه لري او ټول افغانان يو ملت دی. هغه وويل چي د افغانستان حکومت له يوه واحد ملته جوړ سوی دی نه له ټوټه ټوټه مليتونو.

ډاکټر عبدالله هم په هغه غونډه کي چي له ده سره د جميل کرزي د يوځای کېدو په مناسبت جوړه سوې وه، وويل: «د هیواد ملي گټي په هر قدم کي په نظر کي نيسو. په دې هم پوهيږو چي بېلابېلي توطيې رواني دي. ځني غواړي چي دغي مسئلې ته قومي بڼه ورکي، سمتي بڼه ورکي او ژبنۍ بڼه ورکي، خو په دغه هيواد کي له دغو څخه يوه يې هم ممکنه نه ده.»

عبدالله زياته کړه هغه کسان چي غواړي قومي مسايلو ته په لمن وهلو سره مشهوره سي، تلاښونه يې بې ځايه دي او افغانان به هيڅکله يو له بله بېل نه سي.

ټاکنيز کمپاينونه

دغه دواړه مخکښ کانديدان به سبا د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو دوهم پړاو له پاره خپل ټاکنيز کمپاينونه پيل کړي. اشرف غني احمدزي ټينگار وکړ چي هغو ټولو پوښتنو ته بايد جوابونه وويل سوي چي د افغانستان ملت يې له ځانه سره لري.

احمدزي وويل، دې ته تيار دی چي په دوهم پړاو کي په داسي مناظرو کي گډون وکړي چي په هغه کي د خپلو پلانونو د تشريح کولو له پاره کافي وخت ولري: «د جواب ورکولو معنی داده چي راځي د ملت پوښتنو ته جوابونه ووايو. د ملت پوښتنو ته په ۳۰ ثانيي شعارونو کي جواب نه وايو، بلکي د ملت پوښتنو ته په هغو مناظرو کي جواب ووايو چي دوه ساعته وي، او هر جواب له ۶ څخه تر لسو دقيقو پوري وي چي پلانونه مو معلوم سي.»

احمدزي وويل هوډ لري چي د سرمايې په ساتلو سره، د اقتصادي وضعيت ښه کولو ته زمينه برابره کړي او په افغانستان کي فقر لږ کړي.

ډاکټر عبدالله هم ويلي دي، تلاښ به وکي چي هغه څه وکړي چي ټول افغانان په خپل هيواد کي د امنيت احساس وکړي: «دا چي زموږ خلک دغه ستر مسئول زموږ پرغاړه را اچوي، موږ به هم انشاالله د هر يوه امنيت خوندي کو.»

دواړو مخکښو کانديدانو ټينگار کړی دی چي له تورنو، توطيو او منفي تبليغاتو څخه بايد ډډه وسي، څو د افغانانو په منځ کي د نفاق زمينه برابره نه سي.