1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مديترانه، د مهاجرو هديره

۱۳۹۵ آبان ۸, شنبه

په مديترانه سمندرګې د ۱۹۴۵ کال سمندري جګړو څخه راوروسته بيا په دومره زيات شمير انسانان چې په ۲۰۱۶ کال کې مړه شول، بل وخت نه وو مړه شوي. پوښتنه دا ده چې په دغه سمندر کې دا مرګونې پیښې ولې رامنځ ته کيږي؟

https://p.dw.com/p/2RsGr
Mittelmeer Flüchtlinge in einem Schlauchboot
انځور: picture alliance/AA/Italian Army/Marina Militare

په مديترانه سمندرګې د ۱۹۴۵ کال سمندري جګړو څخه راوروسته بيا په دومره زيات شمير انسانان چې په ۲۰۱۶ کال کې مړه شول، بل وخت نه وو مړه شوي. پوښتنه دا ده چې په دغه سمندر کې دا مرګونې پیښې ولې رامنځ ته کيږي.

لامپيدوسا ۲۰۱۳: مخکې له دې چې د ايټاليا هيواد دغه جزيره، د «مهاجرو جزيرې» په نوم شهرت پيدا کړي، د تونس او سيسلي تر منځ ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې مهاجر ډوب شول. د روم حکومت دغو مړو ته د دولتي جنازې د مراسمو ترسره کيدو امر وکړ. ټول قربانيان په دې دليل چې د پيژندګلوي وړ نه وو د ايټاليايي اتباعو په توګه وپيژاندل شول او خاورو ته وسپارل، دې سره د قربانيانو د کورنيو پاتې غړو ته هم په دې دليل چې ايټالوي وپيژندل شول، ايټاليا ته د تلو اجازه ورکړل شوه، خو کوم کسان چې په غيرقانوني توګه تيريدل، مجرم وپيژندل شول.

مالتا ۲۰۱۵: شاوخوا ۷۰۰ مهاجر اوبو کې ډوب شول چې له ډلې څخه يې یوازې د ۲۴ مړو جسدونه راوښکل شول. دغه مړي چې په ۲۴ ساده تابوتونو کې ايښودل شوي وو، د جنازو مراسم ېې د یو مسلمان ملا او يوه کاتوليک پاوډري لخوا ترسره شول. رسنيو د دغې پيښې په باب « ټکان ورکونکي» رپوټونه خپاره کړل. د ټولو قربانيانو لپاره په سمندر کې ګلان واچول شول او ترلاسه شوي مړي د مالتا په مرکزي هديره کې خاورو ته وسپارل شول.د تيښتې تر ټولو مرګونې لاره

 د مديترانې د سمندرګي لاره چې مهاجر ورڅخه اروپا ته د تيښتې لپاره کار اخلي، اروپا پر لور تر ټولو خطرناکه او مرګونې لاره ده. په ۱۹۴۵ کال کې د دویمې نړيوالې جګړې راپديخوا هيڅ کله «ماره نوستروم» کې په دومره زيات شمير کې انسانان نه وو مړه شوي کوم چې په ۲۰۱۶ کال کې مړه شول. د هنر مورخ، لرغون پيژندونکی او د عزادارۍ محقق، راینر زيريس غوښتل تر څو دغه مسئله وڅيړي؛ چې: د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو او خپله د دوی په هيواد کې چې کوم مړي له اوبو څخه راوښکل کيږي څرنګه برخورد وسره کيږي؟ هغه مړي چې خاورو ته سپارل کيږي قبرونه يې بايد څرنګه وي؟ که څه هم چارواکو لخوا اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول، خو ځوابونه تش ول.

د مهاجرو په چارو کې د فدرالي حکومت کميسار، ایدان اوتسوګوس اعلان وکړ چې « خاور ته د مهاجرو د مړو د سپارلو لپاره هيڅ ډول مشترک قانوني مقررات»  شتون نلري. هغه ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه هر يو ېې په دې برخه کې خپل مسئوليت لري. د ديميتریس اوراموپولوس دفتر، د دې پوښتنې په ځواب کې زيات جزئيات ورکړل خو د هغه خبرې هم د نورو په شان وې، په دې مانا چې اروپايي اتحاديه په دې برخه کې« هيڅ ډول قانوني» قدرت نلري.

د ناپيژانده مهاجرو قبرونه

په لامپيدوسا کې لمړي سر کې غرق شوي مهاجر په پیسانا جزيره کې خاوره ته سپارل کيدل. د مهاجرو قبرونه « پرته له نوم څخه» د هديرې په يوه جلا سيمه کې دي. د دغو قبرونو پر سر یوازې  د قبر شميره او نيټه ليکل شوي دي. د بيلګې په توګه ۳ مه شميره مړی یا دريم مړی د ۲۰۱۱ کال د مارچ ۸ مه او یا د ۲۰۱۳ کال پنځم مړی.

 له تيښتو څخه علاوه، دغه امر اروپا لپاره د شرم خبر ده. د لامپيدوسا ښاروال د دې د پاره چې د مهاجرو بې نومه مړي په درناوي سره خاورو ته سپارل شوي وي؛ زياتې هڅې کړي دي، خو د دغه کار د ترسره کولو لپاره لازمې پيسې په اختيار کې نه وي او يا هم د دغې جزيرې اوسيدونکي له دې کار سره جوړ نه وو. دغه حالت ته په کتو اوس ورځ تر بلې د مهاجرو زيات شمير مړي سیسلي ته وړل کيږي.

د يو تکفين ۷۰۰ يورو

زيريس دغه راز د يونان او ترکيې تر منځ سرحدي سيمې اوروس پر وضعيت هم تحقيقات تر سره کړي دي. په ۲۰۱۰ کال کې د يونان له زيدروس سيمې څخه د يو ډله يز قبر په باب یو رپوټ خپور شو. د دغې سيمې اکثريت اوسيدونکي مسلمان دي. په ياده سيمه کې د مړو شويو مهاجرو جسدونه تر ۸۰ ورځو پورې په سړو خونو کې وساتل شول، خو کله چې د قربانيانو د خپلوانو څرګ ونه لګيد د سيمې مفتي پر امر د اسلامي شریعت د حکم له مخې خاور ته وسپارل شول. کوم کس چې د مړو د تکفين او تدفين کار ترسره کوي د هر جسد پر سر ۷۰۰ يورو تر لاسه کوي.

کورنيو ته د مړو سپارل

په اژه سمندرګي کې اوس مهال د مړو شويو مهاجرو لپاره په رسمي او غير رسمي توګه درې هديرې شتون لري. خو محقق زيريس وايي چې پر دغو قبرونو د شرم پرده زوړنده ده. هغه وايي چې په دغو سيمو کې د چارواکو پر ځای، ځايي خلک لاس په کار شوي دي، ځکه هغوی نه غواړي چې « مړو سره دا ډول برخورد وشي». هغه د بيلګې په توګه د مارتين زامورا څخه یادونه کوي. زامورا د مړو د خپلوانو د پيدا کيدو یا خاورو ته د هغو د سپارلو په برخه کې یو اسپانوي شرکت لري. زامورا له ۱۹۹۹ کال څخه راپديخوا د هغو مهاجرو د مړو لپاره کار کوي چې اروپا ته د راتلو پر وخت لارو کې مړه شوي وي. هغه په مراکش کې د قربانيانو د کورنيو د پيدا کيدو په لټه کې وي او له دې لارې د قربانيانو جسدونه او له هغو څخه ترلاسه شوي شيان يې کورنيو ته سپاري. زامورا چې اوس په خپل کار کې شهرت لري تر اوسه توانيدلی دي چې ۶۰۰ پيښو کې بریالی وي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):

Griechenland Lesbos Insel Grab Unidentifizierter Mensch Flüchtling
په ليسبوس کي د پناه غوښتونکو يو قبرانځور: DW/O.Gill