1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښایي ۱۲۶ پناه غوښتونکي مړه شوي وي

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د لېبیا ساحل ته څیرمه د کښتۍ د اوښتو له پيښې یوازې څلور کسان ژوندي پاتې شوي دي. ویل شوي چې په کښتۍ کې ۱۳۰ تنه سپاره ول. انساني قاچاق وړونکي د پناه غوښتونکو د مړینې له پاره مسوول گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2ezYw
Libyen - Flüchtlinge werden vor der Küste Libyens gerettet
انځور: Reuters/S. Rellandini

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې ښایي د لېبیا ساحل ته څیرمه په مدیترانې سمندرگې کې تر ۱۲۰ زیات مهاجر غرق شوي وي. د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې تر ۱۲۶ زیات مهاجر چې په کښتۍ کې یې سفر کاوه لادرکه دي. د هغوی د معلوماتو له مخې په کښتۍ کې شا او خوا ۱۳۰ تنه سپاره ول چې د تیرې پنجشنې په ورځ د یوې ټوپي کښتۍ په واسطه سمندر ته کښته شوي ول. د دغو پناه غوښتونکو زیاترو یې له سودان هیواد سره تړاو درلود.

د کښتۍ ماشین غلا کول

د رپوټونو له مخې کښتۍ د څو ساعته سفر وروسته غرقه شوې ده. د لېبیا کب نیونکي یوازې د څلورو تنو په ژغورلو توانیدلي دي. د ژغورل شوو کسانو دوه تنه له سودان او دوه له نایجیریا سره تړاو لري. د مهاجرت نړیوال سازمان ویاند فلاویو دي گیاکوم، ویلي دي چې د هغوی وضعیت ښه دی. د مهاجرت د نړیوالې ادارې ویاند خپل معلومات د دوو سوداني وگړو له قوله ورکړی دی. د هغوی د معلوماتو له مخې انساني قاچاق وړونکو د دوی کښتۍ ودروله او د کښتۍ باندینی ماشین یې غلا کړ. تر هغې وروستۍ کښتۍ ژر له اوبو ډکه او په ډوبیدو شوه.

لېبیایي کب نیونکو څلور ژغورل شوي کسان یوې بلې کښتۍ ته ورکړي دي چې لا تر مخه پکښې نور پناه غوښتونکي هم سپاره ول. دغه کښتۍ د سیڅیلیا د پالرمو بندر ته رسیدلي دي. د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځو د ژغورنې په بیلابیلو هڅو کې په زرونو پناه غوښتونکي په سمندر کې له غرقیدو څخه ژغورل شوي دي.

د کال له پېل راهیسې تر ۱۸۰۰ زیاتو کسان مړه شوي

له لېبیا څخه اروپا ته د مدیترانې سمندرگي مرکزي مسیر له افریقا څخه اروپا ته د سفر کوونکو پناه غوښتونکو له پاره تر ټولو خطرناک مسیر انگیرل کیږي. د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د پېل راهیسې په مدیترانې سمندرگي کې ۱۸۲۸ پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا لادرکه شوي دي. په دغه شمیر کې د نوې پیښې قربانیان نه دي شامل. ویل شوي دي چې ایټالیې د جنورۍ میاشتې له پېل څخه تر اوسه ۶۵۰۰۰ پناه غوښتونکي ثبت کړي دي.