1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسي ته ۴۸ ساعته ضربل الاجل ورکړل سو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۱, سه‌شنبه

د مصر پوځ د دغه هیواد حکومت ته دوې ورځي وخت ورکړی دی، چې له مظاهره کوونکو سره یوې موافقې ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکي د مرسي د کابینې څو تنو وزیرانو له خپلې دندې استعفا کړې ده.

https://p.dw.com/p/19039
A protester, opposing Egyptian President Mohamed Mursi, holds a sign during a protest demanding Mursi to resign at Tahrir Square in Cairo July 1, 2013. The headquarters of Egypt's ruling Muslim Brotherhood was overrun by youths who ransacked the building after those inside were evacuated on Monday following a night of violence that killed eight people. REUTERS/Suhaib Salem (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST RELIGION)
Proteste Ägyptenانځور: Reuters

مظاهره کوونکي د مصر د ولسمشر محمد مرسي، د استعفا غوښتنه کوي. اوس نو پوښتنه دا ده چې د مصر د پوځ له خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل په موده کې مرسي له مظاهره کوونکو سره کومې موافقې ته وسیدای شي، که نه.

د مصر د پوځ مشر د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد د دولتي تلویزیون له لارې پر مرسي او د هغه پر حکومت باندې غږ وکړ چې له مظاهره کوونکو سره یوې موافقې ته ورسیږي. مظاهره کوونکو ټینگار کړی دی چې که مرسي له خپلې دندې څخه استعفا و نه کړي نو هغوی به خپل اعتراضاتو ته لا زور ورکړي.

پوځ د مصر په حالاتو کې د ښکېلتيا گواښ کړی دی

د مصر پوځ د دغه هیواد پر حکومت باندي غږ وکړ چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې «د خلکو غوښتنې» پوره کړي. که حکومت په دغه ټاکل شوي وخت کې د مظاهره کوونکو غوښتنې پوره نه کړي نو پوځ به «د خپل راتلونکی پلان تدابیر اعلان کړي.» دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مرسي مخالفینو له پوځ څخه غوښتي ول چې د مصر په چارو کې مداخله وکړي.

د پوځ تر تلویزیوني بیانیې لږ مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د مصر له مظاهره کوونکو او په خاصه توگه د دغه هیواد له حکومت څخه د زغم غوښتنه کړې وه.
 
اوباما له مصري حکومت څخه وغوښتل چې له خپلو مخالفینو سره خبرې وکړي. خو اوباما په خپلو څرگندونو کې له دې څخه ډډه وکړه چې د ولسمشر مرسي د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

اوباما دغه راز د مصر په مظاهرو کې له ښځو سره د ناوړه چلند پېښو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «هغو کسانو ته چې د مصر په مظاهرو کې گډون کوي وایم چې پر ښځو باندې برید کولو، د سوله ییزو مظاهرو نښانه نه ده.»

د مصر په حکومت کې اختلافات

د دوشنبې په ورځ یوازي پوځ پر مرسي باندې فشار زیات نه کړ، بلکې د هغه د خپلي کابینې څلورو تنو وزیرانو هم د خپلو استعفاوو په ورکولو سره د دغه هیواد حالات لا پسې حساس کړل.

دغه څلور تنه د مصر د مخابراتو، چاپیریال، حقوقي چارو او توریزم وزیران ول چې د مصر د رسنیو له لارې یې خپلې استعفاوې اعلان کړې.

تر دې مخکې مظاهره کوونکو مصر ته د دغه هیواد په سیمه ییزو وخت د سه شنبې تر ماښام پنځو بجو وخت ورکړی وو چې له خپلې دندې استعفا وکړي. مظاهره کوونکو ویلي ول چې که مرسي په دې موده کې استعفا و نه کړي نو هغه به «د بشپړ ملکي بې اطاعتي یو کمپاین» پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مرسي ویلي دي هغه به له خپلې دندې استعفا و نه کړي. هغه ټینگار کړی دی چې مظاهرې نه شي کولای د آزادو ټاکنو پایلي بدلې کړي.