1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسي: زه خلکو ټاکلی يم

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبه

د مصر جمهور رئيس محمد مرسي د پوځ له خوا د ټاکل سوي ضرب الاجل تر ختمېدو څو ساعته دمخه له خپلي دندې څخه استعفا رد کړه. داسي ښکاري چي د مصر پوځ دي پر يوه نوی پلان باندي کار کوي.

https://p.dw.com/p/1915j
Anti-Mursi protesters listen to Egyptian President Mohamed Mursi's speech at a public cafe near the main square where they gathered for the third day in Alexandria, July 2, 2013. Mursi concluded an address to the nation early on Wednesday by pledging to continue to carry out his democratic duties and to defend the legitimate order enshrined in law. REUTERS/Asmaa Waguih (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST)
Mohamed Mursi Fernsehansprache 2. Juli 2013انځور: Reuters

د مصر جمهور رئيس محمد مرسي، د دغه هيواد د پوځ له خوا له ټاکل سوی ضرب الاجل سره سره بيا هم پر خپلي چوکی باندي ټينگ دی. مرسي د سه شنبې په ماښام د دولتي تلويزيون له لاري ملت ته په وينا کي وويل چي هغه په آزادو او عادلانه انتخاباتو کي د مصريانو له خوا ټاکل سوی دی.

هغه وويل چي د خپل هيواد د «مسئوليت پر غاړه اخيستلو» ته به دوام ورکړي. مرسي زياته کړه چي د دفتر مشروعيت ئې په دغه هيواد کي د «وينو بهېدو د مخنيوی يوازينی تضمين» دی.مرسي په خپله وينا کي وويل: «زه د مصر هغه جمهور رئيس يم، چي د ټولو مصريانو استازيتوب کوم.»

هغه دغه راز وويل چي د خپلو مخالفينو سره يوه توافق ته د رسېدو له پاره به يو لړ لازم اقدامات وکړي، چي په کابينه کي به بدلون راوستل هم پکښې شامل وي.

مرسي تر دې لږ دمخه د تويتر له لاري په يوه لنډ پيغام کي له پوځ څخه غوښتي ول چي «ټاکل سوی ضرب الاجل» بيرته ايسته کړي. خو په وينا کي ئې بيا «له دباندي او دننه هرډول فشارونه» رد کړل.

په مصر کي اپوزيسيون د مرسي دغه اقدام چي پر خپل مقام باندي به پاته سي، د جنگ يو اعلان بللی دی. د «ملي نجات جبهې» د مشر خالد داوود، وياند ويلي دي چي په قاهره کي مرسي تلويزيوني وینا، داسي وه لکه کورنۍ جگړې ته چي دعوت ورکوي.

پوځ ظاهراً پر نوي پلان باندي کار کوي

د مصر د وسله والو ځواکونو مشر جنرال عبدالفتاح سيسي، د دوشنبې په ورځ مرسي ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل وټاکه ترڅو د احتجاج کوونکو له استازو سره يو جوړجاړي ته ورسيږي، که نه نو پوځ ويلي دي چي د دغه هيواد د راتلونکي له پاره به په خپله اقدام وکړي.

لکه څرنگه چي رويترز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د مصر د پوځي کړيو په حواله خبر ورکړی وو، په دغسي يو صورت کي پوځ غواړي چي په اساسي قانون کي بدلون راولي او پارلمان د اسلاميستانو له تسلطه خلاص کړي.

تر هغه وخته پوري چي يو نوی اساسي قانون جوړيږي، له سياسي گوندونو او کارپوهانو څخه بايد يوه غير پوځي انتقالي شورا جوړه سي چاري پرمخ بوزي.

د راپورونو له مخي د مصر په اساسي قانون کي بايد د څو مياشتو په ترڅ کي بدلون راسي. تر هغه وروسته بايد يو نوی جمهور رئيس وټاکل. نوي پارلماني ټاکني به هغه مهال ترسره سي چي د کانديدانو د انتخابولو له پاره سخت قوانين رامنځ ته سي.

د پنځم وزير استعفا

د مرسي حکومت اوس د پاشل کېدو په حال کي ښکاري. په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د هغه د حکومت پنځم وزير خپله استعفا اعلان کړه. د دغه هيواد د کابينې د بهرنيو چارو بانفوذه وزير محمد کامل عمرو هم مرسي ته شا ور وگرځوله.