1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

مرموز قتلونه؛ د کندزیانو نوې ستونزه

۱۳۹۶ تیر ۲۱, چهارشنبه

د کندز ښار اوسیدونکي په وروستیو وختونو کې د طالبانو تر څنګ د ځايي جرمي کړیو له ګواښ سره هم مخامخ دی. په دې ښار او شاوخوا سیمو کې یې یوازې په تیرو دوو میاشتو کې د ۳۲ مرموزو وژنو ادعا شوې ده.

https://p.dw.com/p/2gO4m
Afghanistan Begräbnis nach Kampf zwischen Taliban und afghanischen Sicherheitskräften
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

له کلونو راهیسې د کندز ولایت د بیلابیلو ولسوالیو د ناامنیو په اړه رپوټونه ورکول کیږي. دا یوازینې ولایت دی چې طالبان توانیدلي دي په تیرو دوو کلونو کې د هغه مرکز ته هم ځان ورسوي. خو په ورستیو وختونو کې د کندز ښار اوسیدونکی د طالبانو پر ګواښ سربیره، له یوې نوې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

کندز میشته د مدني ټولنې فعال غلام حيدر حيدر، وایي چې د ولایت په مرکز او نژدې پرتو سیمو کې په ځانګړې توګه له دوو میاشتو راهیسې حالات خراب، او تر ۳۰ ډیر قتلونه ترسره شوي دي. د دغه مدني فعال په خبره د وژل شویو کسانو له ډلې څخه یوازې درې یا څلور یې حکومت پورې تړلي وګړي، او نور ټول ملکي کسان ول.

قتلونه څوک کوي؟

حیدر روښانه کړه چې له امنیتي چارواکو سره یې د دې ستونزې په اړه خبرې کړي او په دې باور دی چې ډیری دغه قتلونه د طالبانو له خوا نه ترسره کیږي بلکه شخصي دښمنۍ، کورني تاوتریخوالي او نور جرمي عوامل یې تر شا دی. دغه مدني فعال ټینګار کوي چې طالبان هم له دې وضعیت څخه ګټه اخلي او د خپلو موخو له پاره کار کوي.

هغه وایي: «يو شمیر خلک چې په دغو قتلونو کې لاس لري، هغه نورو بانډونو پوري تړلي وي او ملاتړ یې کیږي. آن له چارواکو مو اوریدلي چې وایي دغه کسان له ملاتړه برخمن دي.»

که څه هم ځايي پولیس د تیرو دوو میاشتو د یو شمیر عاملینو د نیولو ادعا کوي، خو حیدر او یو شمیر نور مدني فعالین وایي چې دا هر بسنه نه کوي او ځايي حکومت د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلی. د حيدر په وينا حکومت ځکه د دغو افرادو په نيولو کې پاتې راغلی چې شکمن وژونکي تر يوه حده ځواکمن کسان دي او په ځینو مواردو کې د قتل تر کولو وروسته داسې سيمو ته تښتي چې حکومت په کې کنترول نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه په کندز او د افغانستان په نورو برخو کې د ملکي تلفاتو د ډیرې برخې پړه پر طالبانو باندې اچوي.

په کندز کې د مدني ټولنې بل غړی عبدالغفور هوتک، بيا وايي چې د ولسواليو د ناامنه کيدو له وجې د بيځايه شويو کورنيو ترڅنګ، ډير شمير غير مسئول وسلوال هم د ولایت مرکز ته ګډه شوي چې په خبره یې تر ډيره بريده د ښار په قتلونو او ناامنيو کې لاس لري.

هغه زیاتوي په دغو افرادو کې ځينې يې حرفوي قاتلان دي چې د ډیرو لږو پيسو په بدل کې هم د نورو خلکو په سپارښتنه د هغوي پخواني دښمنان په قتل رسوي: «دوه قتلونه چې د روژې په مبارکه شپه وشول، د شاوخوا ۷۰ زرو افغانيو په بدل کې شوي ول.»

د هوتک دغه څرګندونې کومې بلې خپلواکې سرچینې تایید کړې نه دي، خو په افغانستان کې ډیر وخت جنایي ډلې د لږو پیسو د اخیستلو په بدل کې ملکي کسان وژني.

په ویره کې ژوند

د کندز ښار اوسيدونکی عنایت الله دانش وايي په ورستیو ناامنيو کې يوازې د دوی په کلي «زرخريد» کې لس مرموز قتلونه شوي دي چې ده سره يې بشپړ نوملړ موجود دی. هغه زیاتوي چې په کندز ښار کې امنيتي وضعیت تر دې حده خطرناک شوی چې حتي په ځينو مواردو کې د مقتولانو کورنۍ نشي کولاي خپل اعتراض پورته کړي.

د دانش په خبره په ځینو مواردو کې د قربانیانو کورنۍ د ګواښونو له ویرې په دولتي ادارو کې خپل شکایتونه هم نه شي ثبتولی: «زه پخپله شاهد يم، درې ورځې مخکې دغه خلک چې صدمه ورته رسیدلې ولايت ته ولاړل. ځه هم ورسره ولاړم. له سهاره تر مازدیګره موږ په ولایت کې وو خو و نه توانیدو چې والي ووینو.»

دانش د کندز د ځایي ادارې چارواکي په نه پاملرنې او ویرې تورن کړل. دا هغه تورونه دي چې چارواکو په وار وار رد کړي دي. د کندز ښار د ناامنۍ یو لامل له طالبانو نو نورو یاغي ډلو څخه د ولسوالیو پر نیولو باندې تمرکز ښوول شوی دی، خو په دغه ولايت کې د ملي امنيت ادارې يو پخوانی کارکونکی او د پوځي چارو کارپوه چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، یو څه پړه پر ځايي ضعیفه مدیریت باندې اچوي.

خو د کندز د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو څانګې مدير ويس الدن تلاش، بیا د ۳۲ افرادو وژنې او په اړه یې د پيښو د عاملانو د نه نيولو ادعاوي ردوي. تلاش زياتوي چې د دوو مياشتو په ترڅ کې يې د وژنو په تړاو ۳۰ تنه نيولي چې عدلي او قضايي ارګاونه ته سپارل شوي دي او د پاتې نورو عاملانو د نيونې په اړه هم هڅې ادامه لري. ويس وویل چې تر اوسه يوازې د دوه وروستيو قتلونو عاملان نه دي نيول شوي.