1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا کې د مهاجرت پر ګډ سياست د آلمان او ايټاليا ټينګار

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د آلمان لمړي وزيره انګلا مرکل د خپل ايتالوي سيال پائولو جنتيلوني سره په کتنه کې، د اروپا د يو واحد بهرني سياست په برخه کې د لا زياتو هڅو غوښتونکې شوه. دوی د مهاجرت سياست کې پر ګډو همکاريو هم ټينګار وکړ.

https://p.dw.com/p/2sqiY
Deutschland Angela Merkel und Paolo Gentiloni
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبروۍ ۱۷مه نېټه) په برلين کې وويل چې د اروپايي اتحاديې د اصلاحاتو په پروګرام کې لا تر اوسه هم «يوه مبهم پروګرام يا اجندا» شتون لري. هغې په ځانګړې توګه روس او چين ته اشاره وکړه چې اروپايي اتحاديه يې بايد پر وړاندې يو ګډ سياست ولري.

مرکل وويل چې اروپايي اتحاديې تر اوسه پورې د افريقا په اړه يو ډير ښه سياست لرلی او هغه يې د دغې اتحاديې د يو ښه بهرني سياست په توګه ياد کړ. هغې وويل: «اوس موږ د نړۍ په نورو برخو کې هم ورته کار ته اړتيا لرو».

د دبلين تړون

مرکل او جنتيلوني د مهاجرت موضوع په تړاو هم د يو ګډ سياست پر لرلو او په دبلين تړون کې د اصلاحاتو رامنځ ته کولو باندې ټينګار وکړ. د مهاجرت د دبلين قانون پر اساس، د اروپايي اتحاديې غړې هيوادونه مهاجر د دغې اتحاديې هغه غړي هيواد ته استوي کوم چې په لمړي ځل ورته داخل شوي دي. د دغه قانون له مخې د مهاجرو دوسيې بايد د اروپايي اتحاديې په هغه غړي هيواد کې وڅيړل شي چې په لمړي ځل ورته داخل شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې ايتاليا د اروپايي اتحاديې يو د هغو غړو هيوادونو څخه شميرل کيږي چې تر ټولو ډیر مهاجر په لمړي ځل ورته داخليږي. په ځانګړي توګه د منځني ختيځ او افريقايي هيوادونو مهاجر د مديترانې سمندرګي څخه په تيريدو په لمړي سر کې د ايتاليا ټاپوګانو ته ځانونه رسوي.
ورته مطالب:
په دوبلين تړون کي احتمالي تعديل آلمان اندېښمن کړی
د دوبلين ۴ نوی قانون به د مهاجرت په سیاست کې څه بدلون راولي؟
د دبلين قانون پر اساس، دغه شان هيوادونه مکلف دي چې هر کال د زرونو مهاجرو دوسيو ته رسيدګي وکړي. خو د ايتاليا لمړي وزير د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو نيوکه وکړه چې د مهاجرو په موضوع کې په کافي اندازه برخه نه اخلي. جنتيلوني وويل: «په دا ډول مواردو کې بايد همغږي او پيوستون شتون ولري.»

د اروپايي اتحاديې مشران په جون مياشت کې په «دبلين قانون» کې د اصلاحاتو پر راوستلو تصميم نيسي. پر غړو هيوادونو د مهاجرو د ويش موضوع تر اوسه پورې د نه حل وړ وه. اوس د اروپايي اتحاديې د کورنيو چارو وزيران غواړي چې دغې ستونزې ته د حل د لارو چارو موندلو موضوع شاته وغورځوي.

نوې اروپا

د آلمان صدراعظمې د جمعې په ورځ په تيرو کلونو کې د اروپايي اتحاديه اقتصادي بحرانونو ته هم اشاره وکړه او وې ويل چې اوس دغه بحرانونه پاي ته رسيدلي دي او نن ورځ اروپايي اتحاديه په «يو بشپړه نوي» پړاو کې قرار لري. هغې زياته کړه چې اوس اروپايي اتحاديه يو ډاډمن اقتصادي پرمختک او په مخ کې لازمو نوښتونو ته اړتيا لري.

ورته مطالب: 

مرکل اروپايي اتحاديه کي د مهاجرو پر ويش ټینګار وکړ

په اروپايي اتحاديه کي د مهاجرو د ويش غوښتنه
د آلمان او ايتاليا د لمړيو وزيرانو د کتنې پروګرام تيره اوونۍ تنظيم شوی وو خو دغه کتنه د آلمان د ائتلافي حکومت د جوړيدو په دليل وځنډول شوه.

د ايتاليا لمړي وزير له آلمان څخه تر کتنې دمخه د آلمانۍ ورځپاڼې «زود دويچه سايتونګ» سره په مرکه کې د «سوسيال دموکرات» ګوند څخه غوښتي ول چې د محافظه کار ګوندونو سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. هغه ويلي وو: «اروپا په آلمان کې يو باثباته حکومت ته اړتيا لري.»

د آلمان سوسيال دموکرات ګوند چې د آلمان په وروستي عمومي انتخاباتو کې د مرکل او زيهوفر پر مشرۍ اتحاديي ګوندو وروسته تر نورو ګوندونو ډيرې رايې ګټلې وې، هغه مهال يې په ائتلافي حکومت کې د برخې اخيستنې څخه ډډه وکړه او د اپوزيسيون خوا يې ونيوله.

د آلمان لمړی وزير اوسمهال په خپلو انتخاباتي کمپايونو کې بوخت دی. د ايتاليا انتخابات په احتمالي توګه د مارچ مياشتې په ۴ مه ترسره کيږي. حاضردمه د جنتيلوني چپي منځنی ګوند «دموکرات ګوند» هم د پوپوليست د «پنځو ستورو خوځښت» او هم د پخواني لمړي وزير سلويو برلوسکوني د ښي اړخي ګوند څخه مخکې دی.

د آلمان خبري آژانس / ع. ح./م.ک.ص

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: