1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل او مودي د هانور صنعتي نندارتون پرانیزي

شمس الرحمن ناصر / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۲۳, یکشنبه

د هند لومړی وزیر نرندر مودي به د يکشنبې په ورځ د آلمان په هانور ښار کې د نړۍ تر ټولو لوی صنعتي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1F6Z2
انځور: picture-alliance/dpa
مودي د درو ورځو له پاره آلمان ته راځي. هغه به د آلمان په هانور ښار کي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د اپريل ۱۲مه) د صنعتي نندارتون په پرانستنه کي ګډون وکړي. په آلمان کې د هغه له دغه سفر سره ډیر توقعات تړلي دي.
د المان صدراعظمه انگلا مرکل به د هند له لومړي وزیر نرندر مودي سره یوځای د سیمه ییز وخت مطابق د ماښام په شپږو بجو د آلمان د هانور په ښار کې په نړیواله کچه تر ټولو لوی صنعتي سوداگریز نندارتون هانور مېسه پرانیزي. دا ځل هند د دغه سوداگریز صنعتي نندارتون تر ټولو لوی شریک هیواد دی.
په دغه نندارتون کې د ۷۰ هیوادونو سره تړاو درلودونکو ۶۵۰۰ توليد کوونکو خپل توليدات نندارې ته وړاندي کړي دي. مودي او مرکل به د دوشنبې په ورځ مخکې له غرمې یو ځل بیا له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي. ټاکل شوې ده چې مودي به د سه شنبې په ورځ برلین ته لاړ شي.
هند د توليداتو د خرڅلاؤ مهم بازار
هند ته د دغه هیواد د میلیاردي نفوس له امله په اقتصادي برخه کې د مهم هیواد په سترگه کتل کیږي. د پيسو د نړیوال صندوق مشره کرستینا لاگرد وایې چې« هند د اقتصادي ودې یوه ځلیدونکې بیلگه ده». د پيسو نړیوال صندوق د روان کال له پاره د ۶،۳ او د راتلونکي کال له پاره د ۶،۵ سلنه اقتصادي ودي اټکل کړی. د الماني ټکنالوژۍ شرکت «بوش» هند ته په نړیواله کچه د خپلو تولیداتو د خرڅلاو له پاره د یو مهم بازار په سترگه گوري.
په آلماني سیاست کې د نړیوالو ستونزو او مسائلو په برخه کې د نړۍ د دغه لوی دیموکراتیک هیواد د حکومتي مشر دریځ ته په ډیرې بې صبرۍ سره تمه کیږي چې آیا د دغو مسائلو د حل په برخه کې به د یو فعال شریک په توگه ونډه واخلي او که څنگه؟
د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د دغه هندو ملتپال سیاستوال بریالیتوب ته یوازې په مثبت سترگه نه کتل کیده، بلکې هغه په ۲۰۰۲ کال کې کله چې د ګجرات ایالت صدراعظم وو د مسلمانانو ضد پروگرام مسئول بلل کېده او له سختو نیوکو سره مخامخ وو.
مودي د لومړي وزیر په توگه اقتصادي پرمختگ ته ډیره توجه کړې ده او د مالیاتي سیستم په برخه کې اصلاحات راوستل یې خپل هدف گرځولی دی. سربیره پر دې هغه د اداري فساد پر وړاندي د جدي مبارزې اعلان کړی دی.
د« صنعتي فابریکو د شبکو وصلولو» تر عنوان لاندي د هانور په دغه نندارتون کې په راتلونکي وختونو کې په فابریکو کي استعمالیدونکي ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندی کيږي.