1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل: «پر شمالي کوريا له ترمپ سره ښکاره اختلاف سته»

۱۳۹۶ شهریور ۲۹, چهارشنبه

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مرکل د دويچه وېله سره په ځانګړې مرکه کي د شمالي کوريا د ستونزي پر سوليز حل ټينګار وکړ. په ټاکنو کي لومړي وزارت ته بيا کانديدې مرکل وويل چي آلمان په شمالي کوريا کي منځګړيتوب کولای سي.

https://p.dw.com/p/2kOZa
Deutschland wählt DW Interview mit Angela Merkel
انځور: DW

لومړي وزارت ته کانديدي او د آلمان برحاله لومړۍ وزيري انګېلا مرکل د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۰مه نېټه) د آلمان ږغ دويچه وېله سره ځانګړې مرکه درلوده. هغې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د متحده ايالاتو د ولسمشر دونلد ترمپ د سه شنبې د ورځي پر څرګندونو سختي نيوکي وکړې. ترمپ په خپله وينا کي شمالي کوريا ته د «بشپړه له منځه وړنې» ګواښ کړی ؤ.

مرکل د دويچه وېله سره په مرکه کي وويل: «زه د دا ډول ګواښ سره مخالفه يم. زه بايد دا هم ووايم چي زه پخپله او د آلمان د حکومت په استازيتوب وايم چي موږ هر ډول نظامي حل په بشپړه توګه نامناسب بولو او د دپلوماتيکو هلو ځلو پلوي کوو چي بايد په ډېر ټينګار پر مخ بوتللې سي. زما په فکر په دې ترڅ کي بنديزونه او د بنديزونو عملي کول هغه درست جواب دی. خو زه د شمالي کوريا په تړاو نوري لاري ناسمي بولم.»

لومړي وزارت ته کانديدي مرکل په مرکه کي زیاته کړه چي هغې په ملګرو ملتونو کي د دونلد ترمپ له وينا څخه تر مخه د هغه سره په تليفوني مکالمه کي د شمالي کوريا په تړاو خپل دغه نظر شريک کړ. مرکل دغه څرګندونې د پارلماني ټاکنو څخه صرف څو ورځي تر مخه د آلمان ږغ دويچه وېله د مسؤل مديري اينس پول او ژورنالست جعفرعبدالکريم و پوښتنو ته په جواب کي په برلين کي وکړې.

مرکل: «موږ د ستونزي په هواري کي منځګړيتوب کولای سو»

انګېلا مرکل يو ځل بيا خپل چمتو والی څرګند کړ چي د شمالي کوريا د لانجې په حل کي منځګړيتوب وکړي. هغې وويل: «که څه چي دغه لانجه د مکان په لحاظ له آلمان څخه ليري ده، خو دغه بحران په موږ پوري هم اړه لري. زه او په همدې شان د بهرنيو چارو وزير دې ته چمتو يو، چي مسؤليت په غاړه واخلو. موږ د ايران سره و تړون ته په رسېدو کي هم په خبرو اترو کي ونډه درلوده او زه اوس هم په دې نظر يم چي دغه تړون تر نه تړون بهتر دی. دغه کار زيات کالونه په بر کي ونيول خو بالآخره د ايران د اټومي وسلو د امکاناتو د محدوده کولو لامل سو. څوک بايد پر همدغه لاره يا پر ورته لاره طبعا د روسيې، چين او متحده ايالاتو سره په شراکت د شمالي کوريا له پاره هم ولاړ سي.»

آلمان يو له هغو کمو هيوادونو څخه دی چي د شرقي آلمان څخه په وراثت پاته سوي په برلين کي د شمالي کوريا د دپلوماتيکه نمايندګۍ له لاري لا له د دغه هيواد سره اړيکي لري. بل آلمان د چين، جاپان، سويلي کوريا او د امريکا متحده ايالاتو سره ډيري نژدې اړيکي لري. دغه اړيکي د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په مياشت کي د دې لامل سوې چي د امريکا د متحده ايالاتو او د شمالي کوريا د استازو تر منځ د برلين په يو هوټل کي مخفي خبري اتري تر سره سوې. د دې پوښتني په جواب کي چي ايا د اړتيا په صورت کي به هغه د شمالي کوريا د واکمن کيم ينګ اُن سره په شخصي توګه هم تماس ونيسي که څنګه، مرکل وويل: « دا اوس د اجندا برخه نه ده. بل زه داسي اقدام نه کوم چي تر مخه ورباندي خبري نه وي سوي.»«د AfD ګوند سره به هيڅکه هم شراکت نه وکړم»

وروستۍ نظر پوښتني ښيي چي د مسيحي ډيموکراټ ګوند کانديده انګېلامرکل د سوسيال ديموکرات ګوند د مخکښ او خپل سيال کانديد مارتين شولڅ څخه ډېره مخکي ده. کله چي د مرکې په ترڅ کي له مرکل څخه په نظر پوښتنو کي د ښې اړخه پوپولست د آلمان له پاره د بديل ګوند (AfD) د ښه پايلو په تړاو وپوښتل سول، نو مرکل وويل چي د دغې ستونزي تر ټولو ښه حل دا دی چي څوک د خلکو ستونزي هواري کړي. هغې زياته کړه: « څوک بايد د هغوس اندېښنو غم وخوري چي خلک يې لري، لکه دا چي هغوی روزګار غواړي ولري، ښه ښوونځي ولري او يا ډاکټران ولري. د دې ترڅنګ بايد د کرکي او د تاوتریخوالي پر ضد بايد ښکاره او روښان د ممانعت لوحه بايد ولګول سي.»

نظر پوښتنې ښيي چي د AfD ګوند ښايي په رانژدې سوو ټاکنو کي تر لس سلنې پوري رايي وګټي او په دې توګه د آلمان نوي پارلمان بُنډسټاګ ته لاره پيدا کړي. مرکل په مرکه کي ونه غوښتل چي د ياد ګوند د دغې ممکنه بريا په تړاو تشريحات ورکړي. هغې وويل: «نه غواړم، ولي چي زه به له AfD سره هيڅکله ګډ کار ونه کړم.»

«د ترکيې لانجې دي موږ ته نه راوړل کيږي»

انګېلا مرکل د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره د دوامداره لانجې په تړاو هم په خپله مرکه کي څرګندونې وکړې. دا په داسي حال کي چي اردوغان څو ځله پخپله پر مرکل د «نازي ميتودونو» د استعمال تورونه لګولي دي. د دې تر څنګ په ترکيه کي په تکراري توګه د الماني اتباعو د نېونې قضيې رامنځ ته کيږي چي په زياتو مواردو کي دغه نيونې بېله معلومو رسمي تورونو يا حتی محاکمو تر سره کيږي.

مرکل په آلمان کي د ترکي اتباعو د وضعې په هکله وويل: «موږ چي کوم شي اندېښمن کړي يو، هغه دا دي چي له ترکيې څخه بېلابېلي ډلې دلته تر يوې اندازې يو د بل مخبري کوي او يا يو بل تر څار لاندي نيسي. موږ دا نه غواړو. موږ نه غواړو چي بحرانونه له ترکيې آلمان ته راسي. موږ به پر دې هم پام کوو چي دلته ټولې ډلې بېله ستونزو او په سوليزه توګه ژوند وکولای سي.»

د مسيحي سوسيال اتحاد سره په تنها ټاپو کي

د آلمان ږغ دويچه وېله مسؤل مديره اينس پول او جعفرعبدالکريم د ټاکنو په تړاو د خپلو ټولو مرکو په پای کي له مېلمنو څخه هميشه د ټاپو پوښتنه کوي. کله چي له ۱۲ کالو راهيسي د آلمان د لومړي وزارت د رئيسي مرکل څخه وپوښتل سول چي که په يو تنها ټاپو کي د بل چا د شراکت امکان ولري نو به څوک واخلي، مرکل وويل چي په داسي صورت کي به د مسيحي سوسيال اتحاد سياستوال او د بايرن ايالتي داخلي چارو وزير يوآخيم هېرمان به يې انتخاب وي. مرکل وويل چي له هغه سره به بيا د داخلي امنيت په تړاو بحث وکړي.

Deutschland wählt DW Interview mit Angela Merkel
د آلمان ږغ مسؤل مدېري اينس پول او کوربه جعفر عبدالکريم د مرکل څخه پوښتنې وکړېانځور: DW

میرکل د ټاکنو په تړاو د دویچه ویله پوښتنې ځواب کړې دي