1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکه: «افغان ځواکونو موسی کلا بېرته نيولې ده»

اژانسونه / نسيم صابر۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

د هلمند د موسی کلا د روانې وضعې په هکله د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتي مسؤل شاه محمود سره مرکه دلته اورېدلای سئ.

https://p.dw.com/p/1GO2n
انځور: picture-alliance/ dpa

[No title]

افغان امنيتي ځواکونو د ناټو د هوايي بريدونو په ملتيا د هلمند په نارامه ولايت کې د موسی کلا مهمه ولسوالي بېرته نيولې ده. ولايتي چارواکو وويل چې تر دې وړاندې په پر له پسې توگه له طالبانو سره نښتې شوې وې.

د چارشنبې په ورځ د طالبانو لاس ته د موسی کلا لوېدل دولتي ځواکونه تر ډېر فشار لاندې راوستل. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو ډېری جنگي ځواکونه تېر کال له افغانستان څخه ووتل.

د هلمند ولايت د افغانستان د جگړې په ترڅ کې د ډېرو سختو جنگونو شاهد و. دغه جگړه څه کم ۱۴ کاله وړاندې شروع شوه. بريتانوي ځواکونو څه باندې ۴۰۰ سرتېري له لاسه ورکړل چې غوښتل يې طالبان مات کړي. دلته ۳۵۰ امريکايي سمندري ځواکونه هم له منځه ولاړل.

د افغانستان د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د پوځ د مشر تر مشرۍ لاندې يو هر اړخيز عمليات چې ۲۲۰ مخالفينو ته په کې مرگ ژوبله واوښتله، په دې بريالی شو چې موسی کلا بېرته ونيسي.»

بريتانوي او افغان ځواکونو لومړی ۸ کاله وړاندې د موسی کلا ښارگوټی ونيو چې ۲۰۰۰۰ اوسېدونکي لري. اسلامپالو بيا دغه ښارگوټی ۴ ورځې مخکې لاس ته راوړ.

د ناټو د «قاطع ملاتړ» ماموريت تر چتر لاندې د متحده آيالاتو الوتکو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۱۸ پر له پسې هوايي بريدونه تر سره کړل. د ناټو وياند، براين تريبوس، وويل چې دغه بريدونه د طالبانو د شړلو په موخه تر سره شوي دي او زياته يې کړه چې بهرنيو ځواکونو د ځمکې په سر هم د عملياتو په ترڅ کې مرسته وکړه.