1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مزارشريف:د سوالگرۍ له پاره کوچنيان کرايه کيږي

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

د مزارشريف اوسېدونکي په داسي حال کي د سوالگرو ماشومانو له ډيرښت څخه انديښنه لري چي په هغه ښار کي یو شمېر ماشومان د سوالگرۍ له پاره په کرايه نيول کيږي.

https://p.dw.com/p/14EkG
انځور: DW

له دې سره سره چي د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت په دې ورستيوکي بې روزگاره کسانو ته د کارموندني له پاره دچټکو تلاښونو ادعاوي کوي، سوالګر ډير سوی دي.

په مزارشريف ښارکي د سوالگرو په منځ کي ډير داسي ماشومان هم ليدل کيږي چي عمرونه ئې له ۶ څخه تر ۱۴ کلونو پوري وي. د مزارشريف اوسېدونکي د ماشوم سوالګرو د شمير له ډيردو څخه انديښنه لري.

د مزارشريف پر واټونو او د حضرت علي د روضې په شا وخوا او دننه په چهارباغ کي د سوالګرو په منځ کي په لسونو ماشومان لڅي پښې او شکېدلي جامې ليدل کيږي چي فقر کوي.

د روضې پر شاوخوا را ټول سوي سوالگر
د روضې پر شاوخوا را ټول سوي سوالگرانځور: DW

ددې ماشومانو له ځينو سره ئې مور او پلار هم ليدل کيږي. دوی وايي چي سوال و نه کړي نو څه وکړي:

«چي گدايي و نکړو نو څه وکړو کار نسته مځي موږ نه لرو، کور موږ نه لرو تاسي راته وواياست څه وکړو. مجبور يو چي يوه گوله ډوډۍ له دغي لاري پيدا کړو.»

خو د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسئولان بيا وايي چي يو شمير کسان په سوالګرۍ کي مهارت لري او په دې لار کي له ماشومانو څخه کار اخلي.

ددغه رياست مشره ګلالۍ هوتک وايي چي دغه سوالګر تر کار او زحمت فقر د ځان له پاره دعايدو ښه منبع ګڼي، داسي سوالگر هم شته چي د بې وزله کورنيو ماشومان په کرايه نيسي او په هغوی سوالګري کوي.

«په روان کال کي يو شير سوالگر له واټونو راټول او په حرفوي کارنو مو و گومارل خو له هغو څخه يو شمېر ئې کار پرېښودی او بيرته ئې سوالګرۍ ته مخه کړهږ»

له بلي خوا د شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع د سوالگرو د ډيردو او له ماشومانو څخه په فقر کي د استفادي سبب په هيواد کي کورني مهاجرتونه او د کار نستوالی يادوي.

ددې ټولو سره سره ډير ماشومان په هيواد کي نه يوازي دا چي سوالگري کوي، بلکي په زرونو نور په شاقه کارونو هم بوخت دي. خو تر ټولو د خواشينۍ خبره داده چي ځيني ماشومان د جنسي تيرو قرباني او د پيسو د ترلاسه کولو له پاره د مخدره توکو د قاچاق کوونکو ښکارهم ګرځي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل