1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانانو د پاپ پرانيستی ليک «اينڅيوکليکا» ستايلی دی

۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبه

د مصر لوی امام احمد الطيب د «فراتېلي توتي» يعني «ټول وروڼه» ترعنوان لاندي د پاپ فرانسيس پرانيستی ليک يا اينڅيوکليکا ستايلی دی.

https://p.dw.com/p/3jYe8
Papst Franziskus Vereinigte Arabische Emirate
احمد الطيب او پاپ فرانسيس په ۲۰۱۹ کال په ابوظبۍ کيانځور: picture-alliance/dpa/E. Al Hammadi

د کاتوليکي کليسا روحاني مشر پاپ فرانسيس د «فراتيلي توتي»يا« ټوله وروڼه »تر عنوان لاندي خپل «اينڅيوکليکا» ليک له واټيکان څخه د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر پر ۳يمه نېټه په ۸ ژبو خپور کړ. اينڅيوکليکا يو ډول پرانيستي ليک ته ويل کيږي چي لارښوونکی او خبردار کوونکی وي. تر دغه عنوان لاندي ليکونه د آلمان رومي قيصر او د کاتوليکي کليسا روحاني مشرانو د خپلو پلويانو او ماتحت کسانو د لارښوونو له پاره خپراوه.

د اوسني پاپ پرانستی ليک پر۲۸۷ ټکو مشتمل دی او پکښي يو نوښت دا دی چي پاپ فرانسيس پکښي ۵ ځله د قاهرې د لوی امام احمد الطيب نوم راغلی دی. يو شمير لوېديځ کارپوهان له دې څخه داسي اخذ کوي چي ګواکي پاپ غواړي له دې لاري د اسلام او عيسويت تر منځ خبرو اترو او ديالوګ ته نوی قوت او تحرک وبخښي.

د مصر د قاهرې څخه مصري لوی امام احمد الطيب د پاپ د ياد پرانيستي ليک په تړاو خپل مثبت غبرګون ښودلی دی. هغه دغه «اينڅيوکليکا» د انساني ضمير له پاره د «ويښوونکي يو ږغ »په توګه تعبير کړی دی.

الطيب د دغه پرانستي ليک په تړاو زياته کړې چي «دغه نړيواله حقيقت روښانه کوي چي دريځونه او فيصلې ټیکاو نه لرونکي دي. بل دا چي مجروح کېدونکي او څنډي ته پوري وهل سوي انسانان د دې قيمت پرېکوي.»

دغه امام د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۵مه نېټه )پر خپله ټويټر پاڼه خپل ياد غبرګون خپور کړی دی. احمد الطيب د قاهرې د مشهور پوهنتون الازهر لوی شيخ او امام دی.

الطيب ليکلي چي پاپ فرانسيس په نړۍ کي د ورورګلوۍ او ټولنيزي ملګرۍ په پيغام سره «ټول انسانان په ښه نيت او ژوندي ضمير» سره مخاطب کړي دي. د دغه امام په وينا په دې توګه امام انسانيت ته خپل ضمير بېرته ورکړی دی.

د الازهر لوی امام ويلي چي «زما د ورور پاپ فرانسيس» پيغام «د انساني ورورګلوۍ د هغه سند» پراخول دي چي د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ مياشت کي دواړو ديني مشرانو لاسليک کړی وو. ياد سند په ابو ظبۍ کي د پاپ او الطيب له خوا لاسليک سوی وو. پاپ په خپل نوي پرانستي ليک «اينڅيوکليکا» کي په څو ځايونو کي ياد سند ته اشاره کړې ده. د دغه سند لاسليک کېدل د مسيحيت او اسلام تر منځ د بين الديني ديالوګ له پاره يو مهم ګام بلل کيږي.

د پاپ دغه پرانستی ليک چي کله د يکشنبې په سهار په واټيکان کي معرفي کيدی نو د انسانانو د وروګلوۍ د عالي شورا رئيس قاضي محمد محمود عبدالسلام هم حضور درلود. د واټيکان نيوز په نوم خبري رسنۍ له خوا د نوموړي نقل قول خپور سوی چي د پاپ د وينا سره په پوره او بشپړه توګه متفق دی. هغه ويلي :« زه د ورورګلوۍ پر موضوع د اينڅيوکليکا د هر لغت سره متفق يم.»

د اسلامي چارو لبنانۍ کارپوهي، نايله طبره، هم د پاپ ليک ستايلی دی. نوموړې د پاپ دغه ښوونيز ليک «د پيوستون له پاره د سياسي اخلاقو و يو نوي نړيوالې سويې ته» د جګولو سره تعبير کړی دی. دغې لبنانۍ کارپوهيي د فرانسې د «لا وي» آنلاين مجلې سره په خبرو کي ويلي دي چي فرانسيس د هغې «قوي مفکورې» پلوي دی چي له مخي يې نړيواله ټولنه صرف د هيوادونو مجموعه نه، بلکي په رشتيا يوه خپلمنځۍ ټولنه ده. د هغې په وينا پاپ د هر انسان پر کرامت ټينګار کړی دی او په زياته يې د مهاجرو انسانانو کرامت ته اشاره کړې، د کومو د منلو له پاره چي فرانسيس سپارښتنه کوي. د کارپوهي طبره په وينا فرانسيس په خپل اينڅيوکليکا کي په نړۍ کي د مېرمنو د مساواتو د حق دفاع کړې ده.

د آلمان په فرانکفورت ښار کي د عيسويانو او مسلمانانو د ديالوګ زياتولو او اسنادو د راغونډولو سازمان (CIBEDO) رئيس، تيمو ګيوزل منصور، د پاپ ليک «د اديانو د خپلمنځي ديالوګ له پاره يوه عالي نخښه» بللې ده. نوموړي و کاتوليکي خبري آژانس ته ويلي، دا چي پاپ په خپل دغه ليک کي په څو ځله د ابو ظبۍ له سند څخه يادونه کړې ده، نو دا د مسيحانو او مسلمانانو تر منځ د ديالوګ د قوي کولو او ورته حوصله بخښلو معنی ورکوي.

د هغه په وينا د پاپ ليک زيګنال ورکړی چي د نړيواله عادلانه او سوليز ترتيب له پاره د اديانو تر منځ خپل منځي احترام شرط دی.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (28.08.2017):