1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسي نور د خپل هیواد له پاره لوبه نه کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

تر هغه وروسته چې لیونل میسې په «کوپا امریکاې» جام کې د پنالتي په ګولولو و نه توانید او له کبله یې ارجانتاین دغه جام چیلي ته بایلود، مسي وویل چې نور به د خپل هیواد ملي لوبډلې ته لوبه و نه کړي.

https://p.dw.com/p/1JE8M
Copa America 2016 Chile vs Argentinien
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Jacobson

د لوبې په جریان کې هیڅ یوه لوبډله هم و نه توانیده چې ګول ووهي، خو د پنالتي په شوټونو کې بیا مسي خپل شوټ حیف کړ او په دې ترتیب سره یې لوبه د چیلي هیواد ته بایلوده. هغه تر لوبې وروسته، خبریالاتو ته وویل، دا چې دی نور د ارجنتاین له ملي لوبډلې سره و نه لوبیږي ، نو د ټولو له پاره به یوه ښه خبره وي.

دا دریم ځل دي چې ارجنتاین د دغه جام پای لوبې ته وځي، خو د اتلولۍ په ګټلو نه توانیږي. مسي خبریالانو ته وویل: «دا د حیرانیتا خبره ده چې موږ یې نه شو ګټلی. بیا هم همداسي وشو او دا ځل مو د پنالتي په شوټونو کې لوبه بایلوده. دا دریم پرله پسې ځل دی چې موږ په پای لوبه کې لوبیږو. موږ هڅه وکړه، ډیره هڅه مو وکړه، خو دا لوبه زموږ په ګټه تمامه نه شوه.»

ارجنتاین همداراز په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوال جام پای لوبه آلمان ته بایللې وه. هغوی په ۲۰۱۵ کال کې د کوپا امریکا په وروستۍ لوبه کې له چیلي ماته خوړلې وه. خو په دغو دواړو لوبو کې مسې د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شوی وو.

مسي تر اوسه پورې د خپل هیواد لوبډلې له پاره ۵۵ ګولونه وهلي دي. مسي ډیر وخت د ارجنتاین له بل ډیر تکړه لوبغاړي دیاګو مردونا سره پرتله کیږي خو مردونا بیا په ۱۹۸۶ کال کې د خپل هیواد له پاره نړیوال جام ګټلی وو. مسې تر اوسه پورې نه دی توانیدلی چې د خپل هیواد له پاره کوم ډیر مطرح تورنمنت وګټلي، خو بارسلونا بیا د مسي په مټو ډیرو قهرمانیو ته رسیدلې ده.