1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو تمه لري د افغانستان سره اقتصادي تړونونه لاسليک کړي

۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبه

کريملين وايي چي د افغان ولسمشر حامد کرزي سره به د دواړو هيوادونو پر اړيکو او په سيمه کي د يو ځايي کار کولو په اړه خبري اتري وسي. کرزی د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويدف په بلنه مسکو ته تللی.

https://p.dw.com/p/QtvJ
د روسيې ولسمشر ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزی
د روسيې ولسمشر ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: picture-alliance / dpa

انترفکس آژانس په کريملين کي د يو چارواکي له خولي ليکي چي د دواړو هيواونو مشران به د افغان- روسيې د سوداگريزو اړيکو او د دواړو هيوادونو د دولتنو مشترک کمېسيونه پر جوړولو خبري وکړي.

په دې ليدنه کتنه کي تر ټولو ډير و سودا گريزو اړيکو ته پراختيا ورکولو ځای ورکړل سوی.

په تيرو لسو مياشتو کي د افغان- روسيې سوداگريزه راکړه ورکړي شاوخوا ۴۶۰ ملیونه ډالرو ته رسيږي.

دغه راز به پدې ليدنه کتنه کي پر هغو پروژو باندي د کار د پيليدو په اړه خبري وسي چي د وخت د شوري اتحاد په وخت کي پيل سوي وې.

د کريمن دغه چارواکي چي نوم يې ندی ښودل سوی ويلي دي، په دې کتنه کي به په افغانستان کي د نشه يي موادو په وړاندي د مبارزې په اړه هم خبري وسي.

سرچينې دغه راز ويلي دي چي د بشردوستانه مرستو او زده کړو په برخه کي به هم يو لړ سندونه لاسليک سي.

په روان وخت کي د روسيې په بيلابيلو پوهنتونونو کي ۴۰۰ تنه افغان محصلین زده کړي کوي. ويل کيږي چي اوس به په هر کال کي د افغانستان څخه ۱۰۰ تنه محصلين د زده کړو دپاره د روسيې په پوهنتونونو کي منل کيږي.

سرچينې ويلي چي تر ليدني کتني وروسته به د دواړو هيوادونو مشران يوه گډه اعلاميه خپره کړي.

د دواړو هيوادونو روسيې او افغانستان د مشرانو تر منځ د سبا ورځي دغه ليدنه کتنه د سياسي اړيکو د دوام او پراختيا مانا ورکوي.

په ۲۰۱۰ کال کي ميدويدف او حامد کرزي درې ځله يو د بله سره ليدلي کتلي دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل