1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو د شانگهای په تړون کي د کابل له غړيتوب څخه ملاتړ کوي

۱۳۹۰ آبان ۱, یکشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې خاص استازی وايي، چي هيواد يې د شنګهايي د همکاريو په سازمان کي د افغانستان له غړي توب څخه ملاتړ کوي. په دغه سازمان کي د چين او روسيې تر څنګ د منځنۍ آسيا يو شمير هيوادونه برخه لري.

https://p.dw.com/p/12xBF
روسيه هم يوه له هغو هيوادونو څخه ده چي د استامبول په غونډه کي د ګډون بلنه ورکړل سوې
روسيه هم يوه له هغو هيوادونو څخه ده چي د استامبول په غونډه کي د ګډون بلنه ورکړل سوېانځور: RIA Novosti

دغه تړون په سيمه کي د هغو ستونزود له مينځه وړلو له پاره جوړ سوی، چي غړي هيوادونه ورسره مخامخ وي.

ترهګري، له مخدره توکو سره مبارزه او دغړو هيوادونو او سيمي سياسي ستونزي هغه مسلې دي، چي د شانګهايي په تړون کي تر بحث لاندي نيول کيږي او د هوارۍ د لارو چارو د لټولو له پاره يې هڅي کيږي.

په دې ورستيو کي افغانستان ته هم د شانګهای په تړون کي د ناظر هيواد حق ورکړل سوی او د افغانستان ولسمشر د د دغه تړون په څو غونډو کي د ناظر په توګه برخه اخيستې ده.

شانګهای تړون په افغانستان کي د ترهګرو له شتون او همدا راز د مخدره توکو له کرکيلي او کاروبار څخه شديده انديښنه لري او څو ځله يې افغان حکومت ته په دې اړه خپل شکايت هم کړی دی.

د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي زمير کابلوفد افغانستانله جمهور رئيس حامد کرزي سره په کتنه کي چي په کابل کي تر سره سوې ويلي چي روسيه د شانګهایپه سازمان کي د افغانستان له غړيتوب څخه ملاتړ کوي.

د ارګ څخه يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي، چي ولسمشر کرزي د افغانستان له بيا ودانولو سره د روسيې له مرستو مننه کړې او ددغه هیواد وړانديز يي پر ځای بللی دی.

په وينا پاڼه کي چي د دويچه ويله پښتوانټرنټ پاڼي ته هم رسېدلي راغلي، چي حامد کرزي کابلوف سره په خبرو کي وويل، چي افغانستان د شانګهای تړون له غړو هيوادونو سره د تير په څير د نيکو او ښو اړيکو د درلودو هيله لري او په خپل ملک کي د موجودو ستونزود ليري کولو له پاره نه يوازي د شانګهايي تړون همکاريو ته اړتيا لري، بلکي د سيمي او نړۍ مرستي ورته خورا ارزښتناکي دي.

د ولسمشر کرزياود افغانستان له پاره د روسيي د استازي زمير کابلوف په دغه ناسته کي د افغانستان د کور جوړولو او افسوټر د فابريکو د بيارغوني او د منځنۍ آسيا له لاري جنوبي آسيا ته د بريښنا د ليږدولو په پروژو خبري اتري وسوې.

روسي لوري ژمنه وکړه، چي هيواد به يې د دغو فابريکو په رغولو او همدا راز د افغانستان له لاري د جنوبي آسيا ملکونو ته د روسيي د بريښنا د غځولو په پروژه کي په مليونونو ډالر ولګوي، چي له دي سره به په افغانستان کي بياودانولو ته لاره هواره سي او په زرګونو افغانان به د کار روزګار خاوندان سي.

دغه راز په دي کتنه کي دواړو لورو د افغانستان په اړه په استامبول کي د جوړيدونکي کنفرانس په باب هم خبري وکړي او په دېاړه يېد سيمي د هيوادونو پر ګډون او همکارۍ ټينګار وکړ.

روسيه هم يوه له هغو هيوادونو څخه ده چي د استامبول په غونډه کي د ګډون بلنه ورکړل سوې ځکه ويل کيږي، چي د افغانستان حالات لا هم د روسيې تر اغيز لاندي دي او د سيمي او نړۍ د ملکونو له همکارۍ پرته د افغانستان لانجې ته د پای د ټکي موندل ګران کار دی.

د افغانستان له پاره د روسيي ځانګړي استازي ضمير کابلوف خبر ورکړ،چي په څو راتلونکو ورځو کي به روسيه افغانستان ته ۳۰۰۰درېزره ټنه غنم د مرستي په توګه راوليږي.

همداراز کابلوف وويل،چي روسيه دې ته تياره ده، چي په افغانستان کي د بيارغوني او د پانګي اچوني په برخه کي خپلي همکارۍ لازياتي کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل