1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: روسۍ وسلې افغانستان ته د انتقال لپاره چمتو دي

۱۳۸۹ شهریور ۲, سه‌شنبه

روسۍ وسلې او جنګي مهمات به د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تر غوښتن ليک وروسته د کابل په اختيار کي ورکړل سي.

https://p.dw.com/p/Ouai
د مسکو سور ميدان
د مسکو سور ميدانانځور: picture-alliance / dpa

په مسکو کي د روسيې د پوځي چارو ډيپلوماټ د انتر فکس خبري آژانس ته ويلي دي چي، افغانستان ته د وسلو او جنګي مهماتو د ورکړي پروسه د کابل څخه د غوښتن ليک تر لاسه کولو وروسته پيليږي.

منبعې ويلي دي چي: «د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته په وړيا توګه د سپکو وسلو او جنګي مهماتو د ورکړي پرېکړه سوې او اوس يې يوازي د لېږلو پروسه پاته ده.»

د هغه په خبره د وسلو د انتقال پروسه به د کابل د غوښتن ليک سره چي تمه ده په دې نژدې وختونوکي راورسيږي پيل سي.

هغه دې ته هم اشاره وکړه چي، د روسيې د سلاو او جنګي مهماتو د ورکړي دغه پروسه به په مخامخ ډول د کابل او مسکو تر منځ وي.

په پلان کي وه چي دغه پروسه په ۲۰۰۵ ميلادي کال کي پيل سي ولي روسيې د امريکا د دوبله کولو څخه ځان ژغوری.

د روسيې د پوځي چارو د ډيپلوماټ په خبره، وسلې او جنګي مهمات به د روسيې د زيرمو څخه برابري سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم