1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو ځان د واشنګټن سيال بولي

۱۳۸۸ فروردین ۱۳, پنجشنبه

د امريکا مشر بارک اوباما او د روسيې اولسمشر دمتري ميدويدوف په لندن کې د G-20 هېوادنو د سرمشريزه غونډې تر څنگ خپله کتنه کې دا روغه جوړه سره وکوله، چې د اتومي بې وسلې کونې په هکله به نوې خبرې اترې سره پيل کوي...

https://p.dw.com/p/HOx5
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديف
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويديفانځور: picture-alliance/ dpa

اينگو مان ټويفل Ingo Mannteufel خپله تبصره په دې اوږده جمله سره پيل کوي چې وايي، د امريکې د متحده ايالتونو مشر بارک اوباما او د روسيې اولسمشر دمتري ميدويدوف په لندن کې د G-20 هېوادنو د سرمشريزه غونډې تر څنگ خپله کتنه کې دا روغه جوړه سره وکوله، چې د اتومي بې وسلې کونې په هکله به نوې خبرې اترې سره پيل کوي، او له دې سره يې منظور د دواړو هېوادنو په اړيکو کې يوه نوې نخښه اېښول هم وو.

د داسې يوه نوي پيل د پاره چانسونه هم مناسب او ښه ښکاري: د امريکې متحده ايالتونه او روسيه دواړه، د موجوده نړيوال مالي بحران په نظر کې نيولو سره گډ نړيوال کار ته چمتو دي. برسېره پر دې، بارک اوباما او ميدويدوف له ويناوو څخه هم داسې ښکاري، چې تر مخکنيو مشرانو نه زيات د صلاح مشورو پلويان دي، کوم څه چې د دوی د نږدېوالې امکانات زياتوي.

خو سره له دې هم، نه يواځې دا چې په ډېرو نړيوالو سوالونو کې د نظر توپير سره لري، بلکه د خپلو اړيکو د رښتينو ښه کولو په لاره کې، په دې اړوند د راتلونکې د پاره مختلف خيالات هم ورته د لارې خنډ گرزي.

د بارک اوباما تر مشرتابه لاندې د امريکې د پاره له مسکو سره ښه مناسبات يو اصلي هدف دئ. ځکه د امريکايانو له نظره روسيه په سيمه کې يواځينی ځواک او قدرت دئ، چې له دوی سره ډغرې وهلې شي خو نه يو مساوي سيال. د امريکې د سياست د پاره يواځينۍ ننگونې يا چلنجونه هم هغه نړيوال مالي او اقتصادي بحرانونه، له نړيوال تروريزم سره مبارزه او د ايران د اتومي وسلو مخنيوی دي. خو د دې نړيوالو لانجو د حل د پاره له روسيې سره دوستانه اړيکې مرسته کولی شي. خو دا هم ورته کوم اصلي مفهوم نه لري. نو ځکه اوباما نه په ختيزه اورپا کې د توغوندو ضد سيستم له درولو څخه نه په بشپړه توگه تيريږي او نه ناتو ته د اوکراين او گرجستان غړيتوب له امکان څخه ليرې بولي.

خو روسيه بيا بل خيال لري. د مسکو د پاره د امريکې متحده ايالتونه په نړيوال دريز کې معياري بڼه لري. نو له امريکې سره د روسيې د اړيکو په غورتوب کې همدا خپل ځاني هدف پروت دئ. نو ځکه روسان د امريکې په اقتصادي ربړو خوښ دي، که څه هم روسيې ته هم ناوړه پايلې لري. همدا شان له قرغزستان څخه امريکايان وتلو ته مجبورول، ولو که په افغانستان کې د ناتو ناکامي د روسيې امنيت هم له ستر خطر سره مخامخ کوي. همدا ډول د ايران په وړاندې د بنديزونو لگولو په صورت کې د مسکو مخالفت، سره له دې خطر پرغاړه اخيستلو، چې د ايران اتومي بم به مسکو ته هم گټور نه وي.

مان ټويفل په پای کې دا موضوع په بل عبارت سره داسې بيانوي، لومړی هغه وخت چې روسيه د امريکې په ارتباط له خپلو قدرت غوښتنو څخه تېره شي او د خپلو ملي گټو په هکله غور وکوي، نو بيا به د واشنگټن او مسکو تر منځ د اړيکو يو رښتينی فصل پيل کيږي.

Mannteufel/ محمد عارف وردګ

کتونکی: زيارمل