1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه: ستراتيژيک تړون دي نه لاسليکيږي

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د افغانستان د مشرانو جرګې د کندهار د پيښي په غبرگون کي په غوڅ اکثریت سره له امریکا سره د ستراتیژیک سند د نه لاسلیک ږغ وکړ.

https://p.dw.com/p/14KH7
انځور: DW

افغان سناتورانو تر هغه وروسته له امریکا سره د اوږد مهالو اړیکو د ځنډولو غوښتنه وکړه چې د يکشنبې په ماخوستن په کندهار کي یوه وسله وال امریکايي ۱۶ تنه بې گناه افغانان ووژل.

د مشرانو جرګې غړو ویل چې د امریکايي سرتیري دغه عمل د بخښلو نه دئ او نوموړی باید ژر تر ژره د افغانستان په دننه کې د قربانیانو د کورنیو په مخکي محاکمه شي.

مشرانو جرګې د امریکايي سرتیري د دغه عمل په غبرګون کې د جلسي تالار پریښود او په اعتراضیه توګه له پارلمان څخه ووتل.

د مشرانو جرگې یوې بلي غړي انار کلي هنر یار بیا په افغاني محکمه کې ددغه امریکايي د محاکمې غوښتنه وکړه او د مړه دي وي امریکا په شعارونو سره یې له نورو سناتورانو سره یو ځای د غونډو سالون پریښود.

د مشرانو جرگې مشر فضل هادي مسلم یار وویل چې حکومت باید له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو پر سر رواني خبري په ټپه ودروي او تر هغه وخته چي په دغه برخه کې افغانانو له سره کتنه نه وي کړې دا سند دي نه لاسلیک کیږي.

مسلم یار زیاته کړه چې افغانان خپل وطن په خپله ساتي او د امریکا په څير دوستانو همدردۍ ته اړتیا نه لري

د کندهارولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات سیمه کي د ولسي افغانانو پر مرګ ژوبلي څلور ورځي تیریږي خو د هري ورځي په تیریدو سره په هيواد کي دننه پر امریکایانو د فشار څپه زور اخلي.

تیره ورځ په ختیځ، ننګرهار کې د پوهنتون په سوونو محصلینو د دغه کار په غبرګون کي په لاریون لاس پوري کړی چې په ځینو برخو کې له پولیسو سره په اخ او ډب کې هم ښکیل شول.

همدا راز په پنجوايي ولسوالۍ کې هغه لوړ پوړی حکومتي پلاوی چې د ولسمشر کرزي دوه وروڼه هم ور سره ول د فاتحي په مراسمو کې د ګډون له پاره سیمي ته ورغلي وو، تر وسله وال برید لاندي راغئ.

په دغه پیښه کې د ملي اردو یو ساتونکی ووژل سو او دوه تنه نور پوليس ټپيان سول. ددې بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده او له امریکايانو څخه ئې د غچ اخيستلو خبره هم کړې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل