1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف د وفادارۍ لوړه وکړه.

۱۳۸۶ آذر ۸, پنجشنبه

د پاکستان اولسمشر پرويز مشرف يوه وروسته له هغه چي د پوځ د مشرۍ څخه يي استعفاوکړه نن بيا د پنځو کالو د پاره د هغه هيواد د مشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه، چي په دې توګه په پاکستان کي د اتو کالو څخه وروسته په رسمي ډول پوځي حکومت يا مارشالا پای ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/DKCM
مشرف د لوړي د مراسيمو پر مهال.
مشرف د لوړي د مراسيمو پر مهال.انځور: AP
د پاکستان ددولت د مشر مشرف څخه د ده سياسي مخالفينو دوې اساسي غوښتني کړي، يو داچي دی د پوځ د مشرتابه څخه استعفا وکړي او بل داچي بايد په دې هيواد کي بايد بېړنی حالت پای ته ورسوي، چي د نومبر د مياشتي راهيسي په پاکستان کي نافذسوی دی.