1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف: د چهارشنبې په ورځ به پوځ پرېږدم.

۱۳۸۶ آذر ۶, سه‌شنبه

د پاکستان پوځي مشر پرويز مشرف غواړي چي د چهارشنبې په ورځ د پوځ د قومندانۍ څخه استعفا وکړي، او د پنجشنبې په ورځ به د دوهم واری د پاره د اولسمشرۍ د وفادارۍ لوړه کوي.

https://p.dw.com/p/DKCO
خو د پنجشنبې په ورځ به د دوهم واري د پاره د وفادارۍ لوړه وکړم.
خو د پنجشنبې په ورځ به د دوهم واري د پاره د وفادارۍ لوړه وکړم.انځور: AP

مشرف نن دپوځ د جنرالانو سره د يو لړ خاصو مراسيمو په ترځ کي د خدای پاماني وکړه.

د امريکې متحده ايالتونو د مشرف ددې پرېکړي ښه هرکلی کړی، خو يوار بيا يي ځني غوښتي دي چي بېړنی حالت ليري کړي.

د پرويز مشرف ددې اعلام سره، پخواني لومړی وزير نواز شريف ويلي چي دی به د پرويز مشرف په موجوديت کي د حکومت مشري و نه کړي.

ددې ترڅنګ مخالف ګوندي مشرانو بېنظير بوتو او نواز شريف د جنورۍ د مياشتي د اتمي نېټې و پارلماني ټاکنوته خپل غوښتنليکونه سپارلي دي.

مشرف: د چهارشنبې په ورځ به پوځ پرېږدم.