1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف: هندوستان غواړي، افغانستان د پاکستان پرضد وکاروي

۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبه

د پاکستان پخواني مشر، پرويز مشرف، وايي چي، که هندوستان افغانستان ته ډير نژدې سي يا امريکا يو نا امنه افغانستان پريږدي هيواد يې بايد په افغانستان کي باالمقابل اقدامات تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/13065
د پاکستان پخوانی جمهوررئيس پروېز مشرف
د پاکستان پخوانی جمهوررئيس پروېز مشرفانځور: AP

مشرف د امريکا متحده ايالاتو ته د سفر پر مهال ويلي، چي اوس د امريکا او پاکستان اړيکي «ډيري خرابي» دي خو هغه د خپل هيواد له استخباراتي سازمان څخه ملاتړ کوي.. د پاکستان استخباراتي سازمان د امريکا د متحده ايالاتو او افغان حکومت لخوا د ياغيانوسره په همکارۍ تورن دی.

مشرف په ۲۰۰۸کال کي په پاکستان کي له واکه ليري سو. هغه تر ليري کېدو وروسته په تبعيد کي ژوند تيروي او اوس غواړي چي په راتلونکي کال کي يو وار بيا په پاکستان کي خپل سياسي فعاليتونه پيل کړي.

مشرف د نړيوالي سولي په يوه غونډه کي ويلي چي، د پاکستان ريښتني دښمن هيواد، هندوستان غواړي افغانستان د پاکستان پر ضد کړي.

« زموږ د آزادۍ څخه را په ديخوا، افغانستان تل د پاکستان خلاف پاته سوی دی. لومړی د پخواني شوروي اتحاد له کبله او بيا افغانستان د هندوستان سره ډيري ښې اړيکي لري. موږ بايد اجازه ور نه کړو چي دغه حالت دوام وکړي.»

مشرف زياته کړې ده، چي افغانستان کيدای سي تر ۲۰۱۴کال وروسته کله چي بهرني ځواکونه له دغه هيواد څخه ووزي، د قومي جګړو قرباني سي. هغه ويلي، چي پاکستان به د افغانستان وضعيت ته په کتو سره په اقداماتو لاس پوري کړي.

د مشرف په وينا د افغانستان حالات پر پاکستان تاثير لري او د پاکستان هر مشر بايد په داسي اقداماتو لاس پوري کړي، چي له مخه يي د دغه هيواد ملي منافع تظمين سي.

پاکستان د طالبانو په رامنځ ته کولو کي لوی رول درلودی. خو مشرف چي په ۱۹۹۰کال کي يې د پاکستان د چارو واگي په لاس کي راوړې د ۲۰۰۱کال وروسته د طالبانو په وړاندي جګړه کي د متحده ايالاتو ملګرتيا وکړه.

خو د پاکستان او امريکا اړيکي وروسته له هغه خرابي سوې، چي امريکايي ځواکونو په پاکستان کي د القاعدې ډلي مشر، اسامه بن لادن، وواژه.

د مي د مياشتې را په دېخوا امريکايي چارواکو په ښکاره توګه پر پاکستان نيوکي کړي، چي د القاعدې له ډلي څخه ملاتړ کوي. د امريکا متقاعد لوی درستيز، مايک مولن، خو آن وويل چي پاکستان د امريکا په وړاندي په افغانستان کي د حقاني دډلي په واسطه پټه جګړه پرمخ بيايي.

مشرف د مولن پر خبرو هم نيوکه وکړه او ويې ويل، چي پاکستان بايد دغه مسايل په روښانه توګه توضيح کړي.

« د پاکستان حکومت بايد نړۍ او متحده ايالاتو ته دا خبري په اثبات ورسوي.»

مشرف ويلي دي چي پاکستان بايد د متحده اياتو څخه وپوښتي چي ايا د حقاني په وړاندي د پاکستان او متحده ايالاتو پاليسۍ توپير لري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل