1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: د ترهگريزو بريدونو په مخنيوي کي تر هر چا مخته يوو

۱۳۹۰ فروردین ۸, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چي په دي ورستيو کي يې د سازمان سويو جنايت کارو ډلو په وړاندي کړني تندي کړي او په ګڼ شمير کي دغه ترهګر يې نيولي دي.

https://p.dw.com/p/RDKI
د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل.
د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل.انځور: DW

په دي ورستيو کي د امنيتي پيښو ګراف لوړ والی ښيي او د چارواکو له څرګندونو سره په ټکر کي بريښي.

دا ځکه چي تيره ورځ د پکتيکا ولايت په سرحدي برمل ولسوالۍ کي په يوه ځان وژونکي بريد کي شاوخوا اوياوو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغان پټ څاري اداره ادعا کوي چي د سيمي په کچه يې اوس د استخباراتي فعاليتونو په برخه کي لوړ نوم ګټلی دی.

په يوه تازه اقدام کي د افغانستان د پټ څاري ادارې اجنټانو اوه تنه په پلازمېنه کي له ترهګريزو بريدونو دمخه نيولي دي.

په نيول سويو کسانو کي چي څلور يي د يوې کورنۍ غړي دي، يو يې خبريال، ليکوال او شاعر معرفي سوی.

د پټ څاري ادارې نطاق لطف الله مشعل تيره ورځ ناوخته په يوه خبري غونډه کي وويل چي که څه هم د ترهګريزو فعاليتونو کنټرولول تر ډيره بريده نا شوني کار دي خو دوی توانيدلي چي شاوخوا ۹۰ سلنه دغه راز بريدونه له پيښيدو دمخه شنډ کړي.

« په افغانستان کي د ټولو تروريستي فعاليتونو له ډلي څخه ۹۱ په سلو کي يي له واقع کيدو دمخه کشف او شنډيږي، د ملي امنيت اداره د دغو فعاليتونو په څرک موندني کي د ملي دفاع او پوليسو له مامورينو سره مرسته کوي، د تر سره شويو اوه سلنه بريدونو عاملين نيول کيږي او پاته يوه سلنه زموږ نه تري تم سي چي په اوسنيو حالاتو کي دا لويه لاس ته راوړنه ده».

مشعل همدا راز وويل چي له کابل څخه يي په وروستۍ نيولي ترهګره ډله کي دوه هغه ماشومان هم نيولي چي عمرونه يي تر شلو کالو کم دي.

مشعل چي د نيول سويو اوه کسانو انځورونه يي خبريالانو ته ور وښودل يو تن يي خبريال معرفي کړ چي په وينا يې په ختيځ ننګرهار کي يې له دوو خبري چينلونو سره دنده لرله.

په داسي حال کي چي د ننګرهار يو شمير خبريالانو له دويچه ويله سره په خبرو کي د ننګرهار په ژورناليستيکو کړيو کي د دغسي کس شتون رد کړ.

د ملي امنيت اداره دمګړۍ د افغانستان په شرقي ولايتونو کي د ترهګرو کړيو د فعاليتونو له ډيريدو انديښمنه ده.

ويل کيږي چي د حقاني ډله يوازي هغه بريدونه تنظيموي، چي په عامه ځايونو، دولتي مرکزونو او هغو محلاتو کي تر سره کيږي، چي د بهرنيو موسسو کارکونکي او مشران ناسته پاسته کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل