1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: د کورنيو چارو وزير د وژني پلان شنډ سو

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان استخباراتي ادارې ويلي، چي دوی د افغانستان د کورنيو چارو وزير د وژني پلان شنډ کړی. دغه پلان دريو پوليسو جوړ کړی وه چي غوښتل يي دی د افغانستان په ختيځ کي د پوليسو د اکاډمۍ څخه د ليدني پر مهال ووژني.

https://p.dw.com/p/11u1J
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعلانځور: DW

د افغان پوليسو دغه سرتيري او پنځه تنه ياغيان تيره اونۍ مخکي له دې چي د افغانستان د کورنيو چارو وزير د افغانستان ختيځ ته سفر وکړي نيول سوي ول.

د افغانستان د ملي امنيت د ادارې وياند، لطف الله مشعل، ويلي چي د پوليسو هغه اکاډمي، چي د افغانستان د کورنيو چارو د وزير د وژني پلان جوړ سوی وه د افغانستان په شرقي ولايت، پکتيا کي پرته ده.

د دغو پوليسو نول په داسي حال کي ترسره کيږي، چي په افغانستان کي د پوليسو او ملي اوردو سرتيرو لخو د افغان او بهرنيو چارواکو د وژني پيښي ډيري سوي دي.

دغي خبري بيا داسي انديښني رامنځ ته کړي چي کيدای سي طالبان د افغان امنيتي ځواکونو په منځ کي خپل نفوذ لا پسي ډير کړي.

اوس خو لا دا خبره لا د ډيري انديښني وړده. ځکه چي افغان امنيتي ځواکونه غواړي تر 2014 کال پوري خپل شمير لوړ کړي، ترڅو وروسته د خپل هيواد امنتي چاري په خپل لاس کي واخلي.

د افغانستان د ملي امنيت د ادارې وياند، لطف الله مشعل، په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل:

« دښمن توانيدلی و، چي د افغانستان پوليس ځواک ته لاره پيدا کړي او د دغه هيواد د کورنيو چارو د وزير د وژني پلان جوړ کړي. د دغه کار د تر سره کولو له پاره ځانمرګي واسکټونه، چاوديدونکي مواد او وسلې هم برابر سوي.»

هغه درې افغان پوليس چي د پيښي سره د تړاو په تور نيول سوي د پکتيا په امنيې قومندانۍ کي يې دنده تر سره کوله او د قاري عمر سره په تماس کي ول.

قاري عمر په حقاني شبکې پوري تړلی يو ياغی دی چي په افغانستان کي يو له ډيرو خطرناکو کسانو څخه شميرل کيږي.

لطف الله مشعل په دغه خبري کنفرانس کي دغه راز ويلي چي نيول سويو پوليسو په سيمي کي د افغان او بهرنيو ځواکونو د پوځي عملياتو په اړه طالبانو ته معلومات ورکول.

مشعل په خبري کنفراس کي زياته کړې چي د نيول سويو کسانو په ډله کي يو يي هم د پکتيا ولايت د پوليسو د مهماتو مسؤل و، چي طالبانو ته يي هم سقيله مهمات برابرول.

د افغان پوليسو په منځ کي نفوذ کولو سره طالبانو په وروستيو کي ډيری افغان چارواکي وژلي دي.

تر ټولو وروستي پيښه په شمال کي د افغان پوليسو د مشر، جنرال داود دواد، وژنه وه چي د تخار په ولايت کي د پوليسو د يونيفورم څخه په استفادې سره ووژل سو. تر هغه مخکي د کندهار د امنيي قوماندان هم د يوې ورته پيښي په ترڅ کي ووژل سو.

د پوليسو تر يونيفورم لاندي د ځانمرګو بريدونو تر سره کول پر ناټو او امريکايي ځواکونو فشار لا ډير کړی، ځکه چي دغه ځواکونه غواړي تر 2014 کال پوري د افغان امنتي ځواکونو شمير لوړ کړي او د دغه هيواد امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپاري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل