1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشعل: طالبان غواړي د امنيت سپارلو پروسه گډ وډه کړي

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنيت رياست چارواکو وايي چي، طالبان غواړي افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو پروسه له ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه يې نو هغه سيمي تر بريدونو لاندي نيولي چي دغه پروسه پکښي پلي کيږي.

https://p.dw.com/p/11SVQ
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل
د ملي امنيت وياند لطف الله مشعلانځور: DW

ملي امنيت رياست وياند، لطف الله مشعل، وويل چي ياغيان غواړي د امنيت د انتقال بهير له ستونزو سره مخامخ کړي. ده زياته کړه چي په 2014 کال کي د دغي پروسې د تکميليدو سره بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وځي.

د ده په وينا ياغيان غواړي په خپلو حملو سره د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لومړی پړاو د کواښ سره مخامخ کړي.

«دوی په هغو سيمو کي بريدونه تر سره کوی، چي د امنيت د انتقال بهير پيليدونکی دی. په داسي حال کي چي بهرني ځواکونه غواړي د افغانستان څخه ووزي، طالبان د افغانستان د نا امنه کولو هڅي کوي. دوی غواړي چي په هيواد کي روان د سولي بهير هم د کړکيچ سره مخامخ کړي.»

د افغانستان د امنيت د رياست وياند همدا راز وويل چي افغان حکومت د مخ پر ډيريدونکو هغو ماشومانو په هکله انديښمن دي چي په پاکستان کي د انتحاري حملو د ترسره کولو له پاره روزل کيږي او بيا افغانستان ته استول کيږي.

«په سلګونو ماشومان د سرحد بلي خوا ته په افغانستان کي د انتحاري حملو د ترسره کولو له پاره چمتو دي. موږ په تيرو دوو مياشتو کي داسي 19 ماشومان نيولي.»

په افغانستان کي اوسني حالاتو ته په کتو ښايي افغان پوځيانو ته د امنيت د انتقال بهير يو ډير ستونزمن کاروي. ځکه چي د هيواد په کچه په وروستيو کي تاوتريخوالی ډير سوی دی.

بهرني ځواکونه کوښښ کوي چي افغان ځواکونه وروزي ترڅو د افغانستان امنيتي چاري په لاس کي واخلي. د جوړ سوي پلان له مخه به بهرني ځواکونه د روان کال د جولای په مياشت کي له افغانستان نه په وتلو پيل وکړي.

په داسي حال کي چي په راتلونکي مياشت کي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه په وتلو پيل کوي، طالبانو خپل د دوبي عملياتو ته زور ورکړی.

وروسته له هغه چي ياغيانو په روانه اونۍ کي په هرات کي د بهرنيو ځواکونو يوه اډه تر بريد لاندي راوستله اوس دا پوښتني ډيري سوي چي آيا افغان ځواکونه به په يوازي سر ددې جوگه وي چي مسولیت په غاړه واخلي که نه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل