1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشورتي لویې جرګې د سملاسي او تلپاتي اوربند غوښتنه وکړه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د سولي مشورتي لویې جرګې د خپل کار په پای کې له حکومت او طالبانو وغوښتل چې سملاسي او تلپاتی اوربند اعلان کړي او سولې ته لبېک ووایي. همداشان د اسلامي جمهوري نظام او اساسي قانون پر ساتلو باندې ټینګار شوی دی.

https://p.dw.com/p/3HrzC
Afghanistan Ratsversammlung Loja Dschirga in Kabul
انځور: DW/G. Adeli

مشورتې لویې جرګې تر۳۰۰۰ زیاتو ګډونوالو په حضور کې تر پنځه ورځنیو سلا مشورو وروسته نن د جمعې په ورځ خپل پریکړه لیک اعلان کړ. په دغه پریکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي دي چې له دښمنۍ لاس واخلي او سولې ته لبېک ووایي.

د مشورتې لویې جرګې په ۲۳ ماده یي پریکړه لیک کې راغلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبانو ډله دي د روژې میاشتې له پېله بیړنی او دایمي اوربند اعلان کړي.

د دغې جرګې په پریکړه کې راغلي دي: «په افغانستان کې د سولې استقرار او استحکام باید د (افغانستان اسلامي جمهوریت) د نظام په نوعیت سره او د بین الافغاني خبرو اترو له لارې تر سره شي.»

د جرګې ګډونوالو پر دې باندې ټینګار کړی دی چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون د ملت یوه ملي او ارزښمتنه وثیقه ده چې باید وساتل شي: «خو، د اړتیا په صورت کې، د دغه اساسي قانون د ځينو مواردو تعدیل د سولې له هوکړه لیک څخه وروسته، د هغه اصولي او منل شوي میکانیزم له لارې ممکن دی چې په همدغه اساسي قانون کې یې وړاندوینه شوې ده.»

په پریکړه لیک کې همداشان په اساسي قانون کې درج شوو حقوقو لکه د ښځو او ماشومانو آزادي، د بیان آزادي او قومي او مذهبي لږکیو حقوقو پر ساتلو ټینګار شوی دی. همداشان د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د امنیتي ځواکونو د ساتنې او پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په پریکړه لیک کې د جګړې له ښکیلو اړخونو څخه غوښتل شوي دي چې د باور د رامنځته کولو او ښه نیت په خاطر د بندیانو د آزادولو له پاره اقداماتو باندې کار وکړي.

همداشان جرګې له افغان حکومته غوښتي دي چې «د سولي پروسې د آسانولو او چټکتیا په موخه دې، د طالبانو تحریک مشروع غوښتنې او مطالبات تشخیص کړي او د باور جوړونې له پاره دې د دغو غوښتنو پر وړاندې لازم او مشروع اقدامات ترسره کړي.»

د لویې جرګې په پریکړه کې دا هم راغلي دي چې په افغانستان کې د جګړې یو لامل دا دی چې د اسلام له دین څخه «مختلف برداشتونه او قرائتونه کیږي.» طالبانو او دیني علماو ته وړاندیز شوی دی چې په دې برخه کې خپل تفسیر همغږی کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د سولي مشورتي لويې جرګې د پای په مراسمو کې وویل چې د جرګې د غړو د غوښتنې د منلو او روژې میاشتې ته د درناوي په خاطر به ۱۷۵ طالب بندیان له زندانونو آزاد کړي.

افغان ولسمشر وویل چې د سولې وړاندیز به عملي کوي، خو په خبره یې اوربند به یو طرفه نه وي. که طالبان په واضحه توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو پر تخنیکي جزئیاتو يې کار وکړو.

تر دې دمخه طالبانو په لویه جرګه کې خپل ګډون رد کړی وو او دا یې د حکومت دسیسه بللې وه.