1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصريانو خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی دئ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

مصريانو د ولسمشر محمد مرسي له خوا د بېړني حالت له اعلانېدو سره سره خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړی دئ. د دوشنبې په ماښام احتجاجونو کي د مرگ ژوبلي خبرونه هم ورکړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/17TIB
Egyptian protesters stand on a police vehicle before they set it on fire in Cairo's Tahrir Square on January 28, 2013. Egypt's main opposition bloc rejected an invitation by President Mohamed Morsi for talks on the violence and political turmoil sweeping the country and instead called for fresh mass demonstrations. AFP PHOTO / MAHMOUD KHALED (Photo credit should read MAHMOUD kHALED/AFP/Getty Images)
Ägypten Kairo Unruhenانځور: Getty Images

په زرونو مصريان د دوشنبې (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۹) په ماښام سړکونو ته راووتل او د ولسمشر محمد مرسي د حکومت پرضد ئې احتجاج وکړ. په دغه اخ وډب کي بيا څو تنه وژل سوي دي. امنيتي ځواکونو ويلي دي چي هغه مهال چي احتجاج کوونکو غوښتل د پوليسو يوې پوستې ته ننوځي يو ځوان په مرمۍ وويشتل سو.

راپورونه وايي چي په دغه اخ وډب کي څو تنه ټپي سوي هم دي. په هغو لويو ښارونو کي لکه سعيد، اسماعيليه او سويز کي چي بېړنی حالت اعلان سوی وو، امنيتي ځواکونو خلک د بنديز رعايتولو ته نه دي مجبور کړي.

د اهرام انترنتي خبري آژانس د راپور له مخي په دغو درو ښارونو کي خلو «د غير ديموکارتيکو اقداماتو» پر ضد احتجاجونه کړي دي. ويل کيږي، چي د سويز په ښار کي د شپې له خوا قهوه خانې نه دي تړل سوي او په اسماعيليه ښار کي خلکو د ښاروالۍ و مخته د فوټبال لوبي کولې.

د مرسي اميد پوځ ته دئ

په قاهره او اسکندريه کي هم لاريونونه دوام لري. په مصر کي ټولنيز فعالان وايي، چي په قاهره کي د تحرير ميدان سره نژدې يو ځوان په ښکاري توپک ويشتل سوی او ژول سوی دئ.

په قاهره کي یوه فعال وويل «په کورنيو چارو وزارت پوري مربوط خلک د هوټلونو له بامونو څخه پر خلکو باندي د چره يي توپکانو ډزي کوي. امنيتي ځواکونه وايي، چي په دغه اړو دوړ کي ۹ تنه عکسر او دوه افسران پټپي سوي دي او د پوليسو دوو موټرو ته اور اچول سوی دئ.

د مصر ولسمشر محمد مرسي
د مصر ولسمشر محمد مرسيانځور: picture alliance / dpa

مرسي غواړي له نظامي ځواکه کار واخلي

ولسمشر مرسي غواړي چي د ناکراريو د ارامولو له پاره له نظامي ځواک څخه کار واخلي. دولتي رسنۍ خبر ورکړی دئ، په پلان کي ده چي پوځ به تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پوري د پوليسو دنده پرغاړه ولري. په دې ډول نو عسکر کولای سي، چي په راتلونکې کي ملکي خلک ونيسي.

مرسي د يکشبنې په شپه د دغه هيواد په درو سترو ښارونو کي بېړنۍ حالت اعلان کړی وو. اوس په دغو ښارونو کي د شپې له خوا پر گرځېدو بنديز لگول سوی دئ.

د دولت مخالين خبرو اترو ته نه حاضريږي

په مصر کي د اوسنيو امنيتي اقداماتو دليل په سعيد، سويز او قاهره کي وروستۍ ناآرمۍ وې چي نزدې۵۰ کسان پکښې ټپي او ووژل سول. مخالفينو د حکومت پر دغه امنيتي اقدام باندي سختي نيوکي کړي دي او د خبرو اترو له پاره ئې د مرسي غوښتنه په سختي لهجې سره رد کړې ده.

محمد البرادعي د تويتر خبر رسولو سيستم له لاري اعلان کړی دئ: «د تازه پيښو او وينو بهولو مسئوليت باید د مصر جمهور رئيس پرغاړه واخلي او وعده دي وکړي چي د ملي ژغورني يو حکومت او د اساسي قانون د بدلون له پاره به يوه خپلواکه کمېټه جوړه کړي. له دې پرته به هرډول خبري اتري د وخت تيرول وي.»

په پلان کي ده چي مرسي به په خپل هيواد کي له سياسي بحران سره سره د چهارشنبې په ورځ برلين ته سفر وکړي. مرسي غواړي چي د آلمان د لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل سره وگوري.