1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصري قاضیانو د ټولپوښتنې پريکون اعلان کړ

۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16uxY

په مصر کې د قدرت پر سر د مبارزې په ترڅ کې، د دغه هیواد قاضیان غواړي چې د نوي اساسي قانون په اړه له تر سره کیدونکي ټولپوښتنې څخه بایکاټ وکړي. د مصر د دولتي خبري آژانس مینا د راپور له مخې د دغه هیواد قاضیانو ویلي دي چې د ولسمشر محمد مرسي فرمانونو په قضایي چارو کې مداخله کړې او د هغې خپلواکې ته یې زیان اړولی دی. ښایي د قاضیانو دغه کار د دسمبر پر ۱۵ نیټه د نوي اساسي قانون په اړه د تر سره کیدونکي ټولپوښتني له ستونزو سره مخامخ کړي.

د یکشنبې په ورځ په زرگونو تندلارو اسلامپالو د اساسي قانون محکمه محاصره کړې وه او دغه ودانۍ ته یې د قاضیانو د ورننوتلو مخه نیولې وه. په پایله کې قاضیانو خپله ناسته تر نامعلومې مودې پورې وځنډوله. د نوي اساسي قانون مسوده چې اسلامپالو په عاجله توگه تصویب کړه پکښې شریعت د قانون د مهمې منبع په توگه ذکر شوی دی.